Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: د ترهګریزو ګواښونو په اړه د سیمې هېوادونو اندېښنې بې ځایه دي

مجاهد: امریکا دې د افغانستان پر وړاندې واحد دریځ غوره کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/07/10

څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر جوبایډن خبریالانو ته وویل، د ترهګرۍ له پلوه افغانستان نور ګواښ نه دی او زیاته  یې کړه، چې په دغه هېواد کې القاعده او نورې ترهګرۍ شبکې له منځه تللي دي.

جو بایډن داهم ویلي، چې افغانستان د نړیوالو ترهګرو شبکو لپاره خوندي ځای نه دی.

خو برعکس بیا د امریکا کانګریس ځینو غړو اندیښنه ښودلې چې په افغانستان کې ترهګرۍ د ودې په حال کې  ده او اوس د ترهګرۍ پرځاله بدل شوی دی.

د افغانستان پر وړاندې د واشنګټن دغه پاشلي دریځ ته د کابل غبرګون دادی چې باید امریکايي سیاستوال او چارواکي د افغانستان پر وړاندې واحد دریځ غوره کړي او دا دټولو پر ګټه دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، هغه امریکايي چارواکي اوسیاستوال چې په افغانستان کې د ترهګرۍ د ودې اندیښنې مطرح کوي په جګړه کې یې شخصي ګټې درلودې او اوس چې په افغانستان کې  جګړه پایته رسیدلې یادو امریکایانو خپلې ګټې له لاسه ورکړي.

مجاهد زیاته کړې:« د امریکا په کانګرس او سیاسي اډانه کې ځینې جنګ طلبه کړۍ هم شته دي. هغوی ښايي هغه د جنګ د وخت منافع له لاسه ورکړي وي. د دوی له خوا چې افغانستان اشغال شوی وه،ډېر زیات نظامي مصارف کېدل، همدا راز زیاتې پیسې مصرف کېدې او افغانستان ته انتقال کېدې. دوی هغه پیسې او ګټې وټې شخصي له لاسه ورکړي او بیا د جنګ خبرې کوي او دلته د ګواښ او ستونزو خبره کوي. واقعیت دا دی چې افغانستان هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې خاوره یې د چا پر ضد وکارول شي. اسلامي امارت په دې برخه کې خپل تصمیم لري او دا د ملي ګټو موافق تصمیم دی. دا د اسلامي امارت ستراتیژي ده نو باید په دې اړه څوک اندېښنه ونه لري. امریکایان باید د افغانستان په اړه خپل دریځ واحد کړي. »

ذبیح الله مجاهد وايي، له بل هر وخت اوس په افغانستان کې امنیت ټینګ دی او خلک په سوله ییزه فضا کې ژوند کوي نو د هېوادونو په ګټه به دا وي چې د تخریب پرځای د افغانستان له ثبات سره مرسته وکړي.

اخوا د سیاسي چارو کارپوهان بیا په دې اند دي چې د افغانستان پر وړاندې د امریکا دوه مخی او بې ثباته سیاست نوره پایله نه ورکوي او واشنګټن دې د کابل پر وړاندې په خپل اوسني دریځ کې بدلون راولي.

دوی وايي، د هغه وخت پرتله چې په زرګونو امریکایي ځواکونو په افغانستان کې حضور درلود اوس امنیت ټينګ دی او بهرنۍ وسله والې ډلې هم د افغانستان په خاوره کې حضور نه لري .

د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی وايي:« د امریکا کانګرس په هغه اندازه چې د افغانستان په اړه کوم تشوېش لري ، دا له واقعیت لرې دی. دلته له پخوا یعنی هغه وخت کې چې امریکایان دلته ول، اوس امنیت هم ډاډمن دی. د ترهګرو ډلو فعالیتونه او شتون یې هم په افغانستان کې ډېر راکم شوی دی.»  

په تیرو دوه کلونو کې نه یوازې دا چې د کابل او واشنګټن ترمنځ اړیکې عادې نه شوې بلکې دواړو لوریو پر یوبل د دوحې له تړونه د سرغړونې تورونه پورې کړل او تازه هم د ترهګرۍ د ودې په تړاندیښنې چې د امریکا کانګریس غړو مطرح کړي دي ، کتونکي بیا په دې باور دي چې د فشارونو سیاست پایله نه ورکوي او امریکا باید تعامل ته د رسیدو لپاره له کابل سره خبرې پیل کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist