په داسې حال کې چې په افغانستان کې د لوږې او بې وزلۍ ګراف د لوړېدو په حال کې دی، تازه د خوړو نړيوال پروګرام (ډبلیو.ایف.پي) په افغانستان کې د خپلو مرستونو د کمولو خبرداری ورکړی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د بوديجې کمښت له امله افغانانو ته د مرستو رسولو لړۍ محدودوي او په لړ کې به يې په مياشتنۍ توګه يوازې پنځه ميليونه افغانان تر پوښښ لاندې نيسي.
د یاد پروګرام له لوري په خپور شوي راپور کې ویل شوي چې په روان۲۰۲۳ زېږديز کال کې یې د څه باندې ۱۵ میلیونه اړمنو افغانانو لاسنیوی کړی، خو د بودیجې د کمښت له امله يې ډېره برخه له مرستو محروم دي.
د راپور یوه برخه:«د خوړو نړیوال پروګرام روان ۲۰۲۳ کال له پيله تراوسه له ۱۵.۴میلیونه اړمنو افغانانو سره بشري مرستې کړي، باید وویل شي چې د بودیجې د کمښت له امله مو ۸میلیونه اړمنو سره مرسته ونه شوی کړی.»
ياد پروګرام په خپل راپور کې اټکل کړی چې بشري وضعيت ته په پام سره د روان کال تر اکټوبر پورې ښايي ۱۵.۳ ميليونه افغانان د خوړو له سخت کمښت سره مخ شي.
راپور کې ویل شوي را روان ژمي کې د اړمنو افغانانو د لاسنیوي لپاره څه باندې یو مېلیارد ډالرو بسپنې ته اړتیا لري.
د راپور یوه برخه:« د خوړو نړیوال پروګرام د بودیجې د کمښت له امله په هره میاشت کې له اړمنو سره د مرستو شمېر پنځه میلیونو ته راکموي. خوړو نړېوال پروګرام بشردوستانه مرستو ماموریت لپاره د راروان ژمي لپاره څه باندې یو میلیارد ډالرو بسپنې ته اړتیا لري.»
د اقتصادي چارو کارپوهان بیات وایې، په افغانستان کې که څه هم یاد سازمانونو تر یوې کچې مرستې رسولي خو دافغانانو بد اقتصادي وضعیت او د بې کارۍ د پراخې څپې شتون د دې لامل کېږي چې یادې مرستې بسنه ونه کړي.
دوی وايي، غوښتنه یې دا ده، چې له اقتصادي ستونزو په بشپړه توګه د افغانانو د خلاصون لپاره دې په دایمې او اساسي حلارو کار وشي.
د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان یو له هغو هېوادونو یاد کړی، چې لوږه په کې ډېره او د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دی.
یاد پروګرام په خپل راپور کې په افغانستان کې د یادې ستونزې اصلي لامل سیاسي بدلونونه، جګړې، له کار د ښځو منعه کول او د نجونو پر زده کړو لګیدلي محدودیتونه یادوي.