د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي، د روسیې په ګډون د سیمې او نړۍ ګڼ هېوادونه په دې هڅه کې دي،چې هغه مهرې او عناصر چې په افغانستان کې د دوی ګټو ته ژمن دي، د ټولګډونه حکومت په نوم یې د افغانستان نظام ته داخلې کړي او خپلې ګټې پرې خوندي وساتي.
دوی وايي، افغانان هم ټولګډونه حکومت غواړي، خو داسې حکومت چې له مسلکي پلوه ټولګډونه وي نه له سمتي او قومي لحاظه.
د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم واي:« نه یوازې روسیه بلکې ایران ، پاکستان ، ازبکستان چین او ټول ګاونډي هېوادونه پر ټولګډونه حکومت ټېنګار لري او هېله یې هم داده، چې خپلې مهرې په افغان نظام کې ځای پرځای کړي، لکه ایران چې د حقابې مسله لري. همداسې ډېری هېوادونه خپلې ګټې په افغانستان کې لري، خو دخلکو له نظره ټولګډونه حکومت هغه دی،چې باید متحصص او مسلکي کسان په داخل د حکومت کې ځای پرځای شي.»
د سیاسي چارو شنونکی هاتف مختار وايي:« ملي حکومت جوړول دا د افغانانو داخلي کار دی، ایران ، مسکو او پاکستان هر هېواد چې وي د ټولګډونه جوړېدو غوښتنې ځکه وي، چې دوي غواړي خپل عناصر په نظام کې غوره کړي.»
د سیمې هېوادونو له لوري افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړولو غوښتنې داسې مهال کېږي، چې اسلامي امارت وايي سرپرست حکومت ټولګډونه دی او داسې ټولګډونه حکومت افغان ولس او اسلامي امارت ته د منلو نه دی، چې چارواکي یې د هېوادونو په خوښه ټاکل کیږي.