د اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسیا هېوادونو د ولسمشرانو په دویمه ناسته کې د افغانستان پر وضعیت خبرې شوي دي.
یادې ټولنې او د منځنۍ اسیا هېوادونو د ولسمشرانو له ناستې وروسته یوه ګډه خبرپاڼه کې د افغانستان پر روان وضعیت اندېښنه ښودلې او د خرابیدو په حال کې یې بللی دی.
خبرپاڼه کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې اړینې بللې شوي او له دې هېواد سره یې د مرستوپر دوام ټینګار کړی دی.
د خبرپاڼې یوه برخه:« د ناستې ګډونوالو د افغانستان د خرابیدونکي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د یو باثباته، سوله اییز او سوکاله افغانستان جوړولو لپاره یې پر خپلو ژمنو ټینګار وکړ. په دې برخه کې دوی د نړیوالو قوانینو او په عمومي توګه د پیژندل شویو نورمونو او اصولو سره سم، د افغانستان له خلکو سره د مرستو په برخه کې د نړیوالې ټولنې هڅې وستایلې او په نړیواله ټولنه یې غږ وکړ،چې د افغانستان له خلکو سره بشري مرستې ګړندۍ کړي.»
د دې اندېښنو ترڅنګ ګډونوالو یو ځل بیا افغانستانه کې د ټول ګډونه حکومت د جوړیدو او د ټولو افغانانو او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو ته د درناوي غوښتنه یې کړې ده.
د خبرپاڼې یوه برخه:« دغه ناسته کې د ټول ګډونه حکومت پر جوړولو او همدارنګه د افغانستان د ټولو اتباعو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو ته د درناوي په اهمیت ټینګار وشو.»
د اسلامي امارت د واک له لومړیو تر اوسه پورې په ګڼو نړیوالو ناستو کې ورته او تکرارې غوښتنه کیږي، ټولګډونه حکومت، د ښځو کار او زده کړو پرېکړو کې تغیر هغه موضوعات دي،چې کارپوهان یې په اړه د جدیت غوښتنونکي دي.
اسلامي امارت په کراتو ویلي،چې حکومت یې ټولګډونه دی، د ټولو قشرونو حقونو ورکړې ته ژمن دي او نړیوال دې د دوی په کورنیو چارو کې لاسووهنه نه کوي.
د دې ترڅنګ اسلامي امارت غوښتنه کړې، چې بشري مرستې دې نه سیاسي کېږي او د افغانانو اړتیاو ته په کتو باید بشري مرستې جاري وساتل شي.