په دې وروستیو کې د اسلاميامارت ټول مشران دې باور ته رسیدلي، چې د ولس له ملاتړ او په دولت کې د ونډې له ورکړې پرته د نظام دوام ستونزمن دی او باید شرعي غوښتنو ته یې درناوی وشي .
د نجونو زده کړو ته اجازه، د ښځو د کار حق، د اساسي قانون جوړښت او په کې د نظام او خلکو د حقونو تعریف او همدا راز په حکومت کې ونډه هغه غوښتنې دي،چې افغان ولس یې لري .
د سیاسي چارو کارپوه هاتف مختار وايي:« د افغانستان اسلامي امارت باید د خپل ملت غږ واوري، هغه څه چې د ملت غوښتنه باید ومنل شي، د نجونو ښوونځیو خلاصول چې د ملت غوښتنه ده، د افغانستان ملي منافعو سره تړاو لري او د نظام پایښت په دې کې دی، چې د ملت او نظام ترمنځ دې واټن رانه شي، د اسلامي امارت مشران باید د خپل ملت غږ واوري او دغه فاصلې چې رامنځته شوي دي له منځه یوسي.»
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي، په نظام کې د ولس د ونډې ښه لاره د اساسي قانون جوړښت دی،چې ولسي غوښتنې په کې ونغښتلی شي او همدا راز د خلکو حقوق او د نظام څرنګوالی پکې تعریف شي.
ځلاند وايي، د ولس اقتصادي ستونزو حل لپاره باید لارې چارې ولټول شي او همدا راز د نجونو د زده کړو مسله، چې د حکومت او خلکو ترمنځ د واټن په کمولو کې مهم رول لري باید پام ورته وشي.
هغه زیاته کړه:« د اساسي قانون د جوړولو پروسه باید ژر پیل شي او په کې ولسي غوښتنې ونغښتل شي، د حکومت نوعیت او د ولس اساسي حقوق په کې تعریف شي او له ولس وغوښتل شي، چې هغوی په کې څه غواړي ، د ولس اقتصادي ستونزو حل دی، چې حل لاره یې د سترو ملي پروژو پیل ده، چې باید د قوش تېپې کانال په څير پروژې په ټول هېواد کې پیل شي، چې د بېکارۍ کچه ورسره راټیټه شي ، د تعلیم او تربیې مسله مهمه ده، چې د نجونو ښوونځي ۲۰ میاشتې کیږي، چې تړل شوي. دا پر ځان نیم ولس بې باوره کول دي.»
د سیاسي چارو کارپوهان وايي، په تیرو ۲۰ میاشتو کې د ولس غوښتنو ته نه پاملرنه د خلکو او حکومت ترمنځ د فاصلې رامنځته کېدو لامل شوې او دوام به یې د افغانستان لپاره ښې پایلې ونه لري.
دوی وايي، حکومت باید ښه خدماتو وړاندې کولو لپاره له قومي مشرانو او د مختلفو قومونو له استازو سره سلا مشورې وکړي، چې له دې سره به ډېرې ستونزې حل شي.
د سیاسي چارو کارپوه نجیب الرحمان شمال وايي:« تر کومه ځایه چې لیدل شوي دي، د افغانستان سرپرست حکومت د خلکو غوښتنو ته چندان توجه نه ده کړې، چې د بې اعتمادۍ فضاء او د حکومت او خلکو ترمنځ د واټن رامنځ ته کېدو لامل شوی دی، چې د دې کار دوام به ښې پایلې ونه لري. اړینه ده، چې حکومت د قومي مشرانو او مختلفو اقشارو سره د مشورې له لارې خلکو ته د خدماتو وړاندې کولو لارې چارې وړاندې کړي، چې شته واټن له منځه لاړ شي.»
د سرپرست حکومت د کابینې غړو چې وروستیو څو غونډو ته یې ویناوې کولې، تر ډېره یې د خبرو تمرکز د ولس ملاتړ په ترلاسه کولو وه او ټینګار یې درلود، چې له دې سره به حکومت دوام پیدا کړي او اسلامي نظام به لاپسې پیاوړی شي.