د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار یوه راپور کې ویلي، چې افغانستان کې د مخدره موادو په کښت کې کموالی نه دی راغلی.

سیګار زیاته کړې، د تیر په څیر لا هم افغانستان کې تر ټولو زیات مخدره توکي کرل کیږي او ۲۰۲۲ کال کې د نړۍ ۸۰ سلنه مخدره توکي له افغانستانه ول.

د راپور یوه برخه :« افغانستان په نړۍ کې له ډېر وخت راهیسې د مخدره توکو تر ټولو ستر تولېدونکی هېواد دی او له هغه وخته،چې طالبان واک ته رسیدلي، په دې برخه کې هېڅ کوم بدلون نه دی راغلی. د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو ادارې د راپورونو له مخې ۲۰۲۲ کال کې افغانستان د نړۍ ۸۰ سلنه مخدره توکي تولید کړي.»

په راپور کې ویل شوي،چې د مخدره توکو د له منځه وړلو په تړاو د سرپرست حکومت هوډ تر پوښتنه لاندې دی، ځکه له واک وروسته یې تولېد کې ۳۲ سلنه ډېروالی راغلی دی.

د راپور یوه برخه:« د ۲۰۲۲ کال د اپریل میاشتې په درېیمه نیټه طالبانو د تریاکو او نورو مخدره موادو په کښت د بندیز پریکړه وکړه او وروسته یې د چرسو کښت هم بند کړ. له دې پریکړو سره سم یې په ځینو ځایونو کې په عام ډول د مخدره توکو کښتونه هم خراب کړل،خو لا هم په دې برخه کې د دوی اصلي هوډ تر پوښتنه لاندې دی،ځکه د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې را وروسته افغانستان کې د مخدره توکو په کښت کې ۳۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.»

اسلامي امارت د سیګار دغه راپور ردوي او وايي، په ټول افغانستان کې د کوکنارو او مخدره توکو په کښت بندیز لګول شوی او د مخدره توکو پر ضد جدي مبارزه شوې ده.

د دې ادعا تر څنګ سیګار ویلي،چې لا هم له افغانستان سره د مخدره موادو د مبارزې برخه کې ملاتړ کوي،خو دا پروسه په عملي ډول نه ده.

سیګار زیاته کړې،چې د ۲۰۲۳ کال د مارچ میاشتې پورې د مخدره توکو په تړاو د مالوماتو ورکولو لپاره یې میلیونونه ډالر مصرف کړې دي.
/*! elementor - v3.11.5 - 14-03-2023 */ .elementor-heading-title{padding:0;margin:0;line-height:1}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title[class*=elementor-size-]>a{color:inherit;font-size:inherit;line-height:inherit}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-small{font-size:15px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-medium{font-size:19px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-large{font-size:29px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-xl{font-size:39px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-xxl{font-size:59px}
شریک یې کړئ