د خبرپاڼې یوه برخه:« د ښځو پر حقونو وروستی برید د غیر دولتي مو سیسو او ملګرو ملتونو لپاره د افغان ښځو کاري بندیز نه یوازې غلط لوري ته یو ګام دی، بلکې کیدای شي د ډیریو د ژوند د پای لامل شي. دا له هغو ارزښتونو سره په ټکر کې دي، چې نړیواله ټولنه یې پر بنسټ ولاړه ده. په دې وروستیو دوو کلونو کې د فرمانونو د صادرولو موخه په سیستماتیک ډول له ټولنیز ژوند څخه د افغان ښځو او نجونو مهوه کول دي.»
که څه هم په خبرپاڼه کې ویل شوي،چې پرته له ښځینه کارکوونکو خپل کار ته دوام نه ورکوي،خو ورته مهال یې ژمنه کړې، چې افغانستان کې به پاتې کیږي او بیارغونې ته به دوام ورکوي.
د خبرپاڼې یوه برخه:« د ښځو پر وړاندې محدودیتونه یوه بې سابقه ننګونه ده، خو د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې زموږ ژمنتیا د تل په څېر پیاوړې ده. موږ به افغانستان کې پاتې کیږو، ترڅو نوښت او بیارغونې ته دوام ورکړو.»
دا لومړی ځل نه دی، چې د ښځو او نجونو د کار او زده کړو په تړاو اندېښنه ښودل کیږي، بلکې له دې وړاندې هم ورته غوښتنې شوي، خو لا هم د اسلامي امارت پریکړې پر خپل ځای پاتې دي.