په کابل کې د چهار شنبې پر ورځ د (۱۴۰۲ کال د غويي پر ۲۷ مه) د ملي ثبات ټولنې له لوري د عامه کتابتون پرانېستلو په مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو څار مسوول عبدالحق حماد وویل، د نجونو زده کړو حق ته ژمن دي او په یوه خوندي او وړ چاپیریال برابرولو کار کوي.
حماد زیاته کړه:« وروڼو! زه له تاسو سره ژمنه کوم،چې هغه ستونزې او تشویشونه چې وروڼه یې لري، په راتلوونکې لنډ وخت کې په کال یا نیم کال کې همدومره وخت کې به په داسې شکل حل شي،چې هر افغان ته به د زده کړو ترلاسه کولو حق ورسېدلی وي، هم به زموږ د خویندو عزت خوندي شوی وي او هم به یو منظم او سالم علمي چاپیریال رامنځته شوی وي. څه چې اوس د لنډمهال لپاره دي، د دې مانا دا نه ده،چې اسلامي امارت له خویندو د زده کړو حق اخلي. هغه حق چې الله او رسول ورکړی دی، نه یې ترې اسلامي امارت اخلي او نه بل څوک دا جرأت لري،چې دا حق له چا واخلي.»
د ضياءالحق امرخېل پر مشرۍ د ملي ثبات ټولنې له لورې د ثبات په نوم دغه عامه کتابتون کې د بېلابېلو برخو ګڼ شمېر کتابونه اېښودل شوي.
امرخېل وايي، اړتیا ده، چې په اوسني وخت کې د مطالعې ودې او کتاب لوست ته د خلکو پاملرنه زیاته شي.
هغه زیاته کړه:« نه د ریاکارۍ بحث دی، نه سیاسي بحث دی، نه د کوم ټاکنیز کمپاین بحث دی، خو په اوس وخت کې له هرڅه ورته زیاته اړتیا لېدل کېدله، نو دا مجلس د کتابخانې د پرانېستې راغوښتل شوی دی.»
امرخېل دغو مراسمو کې د کتاب لوست او مطالعې سره جوخت د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د بندو دروازو پرانېستې غوښتنه وکړه.
دغه راز امر خېل وايي، که که امر ثاني رالنډ نه شي، ډېر خلک به کډوالۍ ته اړ شي.
امرخېل زیاته کړه:« اوس وخت د دې رارسېدلی دی،چې په خپل حکومت او نظام باندې غږ وکړم،چې له ۲۱ میاشتو راهېسې زموږ لورګانو او زموږ خویندو پر مخ باندې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې تړل شوي دي. یوه سمه لار دې ورته پیدا شي،چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانېستل شي.»
اخوا د مراسمو یو شمېر نورو ګډونوال بیا لرو پرتو سیمو ته د کتاب لوست او کتابتونونو جوړولو لړۍ د پراخېدو غوښتنه وکړه.
د ملي ثبات ټولنې مسوولین وايي، په راتلونکې کې په نورو ولایتونو کې هم د ورته کتابتونونو د جوړولو هوډ لري،ترڅو د مطالعې فرهنګ دود او زده کړو برخو کې خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړي.