Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: د سیمې هېوادونو ترمنځ سیاسي رقابتونه پر اړیکو بدلیدونکي دي چې پرافغانستان به مثبت اغیز ولري

کارپوهان: د سیمې هېوادونو ترمنځ سیاسي رقابتونه پر اړیکو بدلیدونکي دي چې پرافغانستان به مثبت اغیز ولري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/05/17

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، په دې وروستیو کې د افغانستان په ګاونډ او سیمه کې د هېوادونو ترمنځ ځينې سیاسي تحولات رامنځ ته شوي او ځینې هم د رامنځ ته کېدو په حال کې دي.

 

دوی وايي، د پاکستان ، روسیې او اوکراین وضعیت کولی شي، چې د افغانستان پر زیان تمام شي،خو د ځینو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو ټينګښت بیا هغه څه دي، چې افغانان یې هم هېله من کړي دي.

 

دغه راز دوی وايي، د ریاض او تهران ، د روسیې او  چین د پاکستان او مرکزي اسیا ترمنځ د اړیکو نږدېوالی د دې ښکاروندوي کوي،چې په سیمه او د افغانستان په ګاونډ کې مثبت سیاسي تحولایت رامنځته کېدونکي  او په اوسنیو شرایطو کې دا د افغانستان لپاره ښه خبر دی.

 

د سیاسي چارو  کارپوه سمیع یوسفزی وايي:« په سیمه کې ایران او عربستان عربي هېوادونو سوریه عراق ، روسیه او چین او پاکستان او مرکزي اسیا په دغه سیمه کې سیاسي تحولات راروان دي، له یو بل سره سیاسي رقابتونه اوس په ښو او نږدې اړیکو تبدیل کیږي دا به په سیاسي ، اقتصادي او سوداګرۍ باندې مثبته اغیز ولري.»

 

ځینې بیا وايي، په سیمه کې سم او ناسم وضعیت په دواړه حالتونو کې پر افغانستان اغیز کولی شي،خو له زیان یې ځان ساتنه او له فرصت یې ګټه پورته کول ځانګړې پالیسي غواړي.

 

د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی  وايي:« افغانستان له کومو حالاتو چې په سیمه کې روان دي، لکه د ترکیې انتخابات، د پاکستان وضعیت، ایران او د نورو لرې او نږدې  ګاونډیو چې په سیمه کې پراته حالات یې پر افغانستان مثبتې او منفې اغیزې درلودلی شي.»

خو پخواني چارواکي بیا وايي، په اوسنیو شرایطو کې چې افغانستان لاهم په رسمیت نه دی پیژندل شوی، د سیمې تحولایت یې پر وضعیت ناسم اغیز درلودلی شي.


پخواني وزیر عمر داودزي له شمشاد ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلي، هغه مهال افغانستان د سیمې له مثبتو تحولاتو ګټه اخېستلی شي،چې په خپل کورني او بهرني سیاست کې بدلون راولي.

 

په ټوله کې غوښتنه داده، چې کابل باید د خپلو ولسونو او د نظام رسمیت لپاره د نړۍ پر وړاندې انعطاف غوره کړي، چې د مشروعیت ترلاسه کولو  ترڅنګ د سیمې او نړۍ په تحولاتو کې هم ونډه ولري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist