په دې برخه کې امریکا او د قطر هېوادونو زیاتې هڅې وکړې، چې د افغانانو ترمنځ د ملي ډیالوګ رامنځ ته شي،خو لاهم دغو هڅو پایله نه ده ورکړې.
اوس د افغانانو ترمنځ که هغه د جمهوریت مهال چارواکي او سیاسیون دي او که په کوردننه افغانان دي خبرې او ناستې د افغانستان لپاره مهمې او ګټورې بولي.
د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، په کور دننه د افغانانو ترمنځ خبرې،چې موخه یې تل پاتې سوله او ثبات وي ګټور کار دی،چې باید ترسره شي،خو که د ملي ډیالوګ په نوم په حکومت کې تکراري څیرو ته ونډه غوښتل وي، نو بیا پایله نه ورکوي.
د سیاسي چارو کارپوه نجیب الله جامع وايي:« له هرې جګړې وروسته ملتونه اړتیا لري،چې خپل منځ کې د هیواد ثبات لپاره خبرې وکړي،که هغه د جمهوریت وخت افغانانو سره وي او که داخل کې له افغانان سره وي او د هیواد ښې ورځې لپاره کیږي، باید دا خبرې وشي که ډيالوګ نوم ورکول کیږي. که ملي خبرې وي دا ګټورې دي،خو هره هغه نسخه چې له بهر د تکراري څیرو په تپل کیدو منجر کیږي، دا د ملي ګټو او ملي اجماع پرضد ده.»
د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود وايي:« که چیرې په کور دننه د افغانانو ترمنځ ملي ډيالوګ کیږي،په ملي مسایلو او د افغانستان دایمي سوله باندې خبرې کیږي، دا یو ښه اقدام دی که له ملي ډیالوګ تعریف دا وي،چې حکومت کې ونډه واخېستل شي دا ناکامې تجربې دي پخوا یې هم پایله نه ده ورکړې او اوس هم.»
د سیاسي چارو کارپوهان وايي، په اوسنیو شرایطو چې افغانستان له نړۍ سره سیاسي ستونزه لري او په کور دننه د اساسي قانون نشتوالي او له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دی، د حل یوازینۍ لار یې د افغانانو ترمنځ ناسته او خبرې دي.
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« اوس چې له کومومسلوسره مخ یو، هغه که د حکومت مشروعیت ، د اساسي قانون رامنځ ته کول دي، که له نړۍ سره ډیپلوماتیکې ستونزې دي د افغانستان له جغرافیې اندیښنې دي او یا هم د افغانانو اقتصادي ستونزې دي، د دې ستونزو یوازینۍ حل لار داده،چې افغانان د یوې اجنډا لاندې چې د ملي ګټو خوندیتوب دی په ګډه سره کیني.»
خو ځینې بیا په دې باور دي، چې له پخوانیو جنګسالارانو او د جمهوریت له چارواکو او سیاسیونو سره هر ډول ناسته او ډیالوګ جنګي جنایت دی او باید په دې برخه کې دقت وشي.