امریکا له طالبانو سره سوله کې وروستۍ هوکړې ته، رسېدو کې بریالۍ نه ښکاري.
تحلیل کوونکي وایي،امریکا اوس د ټاکنو پروسه رامخکې کړې او په دې سره یې دا مسله هم په انحصار کې اخیستې ده.
امریکا افغاني الاصله ډیپلوماټ زلمي خلیل زاد ته د افغان سولې ماموریت ورکړی و هغه ماموریت چې وسلوالو طالبانو سره په شپږه پړاوه اوږدو جنجالي خبرو کې د کومې هوکړې په لاسلیک بریالی نه شو.
اوس خلیل زاد د افغان حکومت لومړۍ غوښتنې باندې تمرکز کړی چې ټاکنو ته باید چمتوالی ونیول شي، خو پوښتنه داده چې ولې هرځل د سولې او ټاکنو برخو کې ټوله تمه یوازې او یوازې زلمي خلیلزاد ته کېږي؟
شنونکی یونس فکور داسې وایي (( د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی او طالبان خبرې کوي، خو افغان حکومت تر ډېره خبر نه وي، نو ځکه د خلکو سترګې خلیلزاد ته دي، چې کله او څنګه به طالبانو سره جوړ جاړي ته رسیږي.))
امریکا باور ښوولی و چې له ټاکنو مخکې به له طالبانو سره د سولې خبرو کې بریالي کېږي خو داسې ښکاري چې په قطر کې د دواړو لورو ترمنځ خبرې په یو ډول سبوتاژ شوي دي.
امریکا ته د زیاتې تمې بل لامل دا ښوول کېږي چې افغان حکومت خپل باور په سیاسیونو کې بایللی دی.
امریکا د افغان حکومت تمویلونکی ملګری دی او د دوی رول د افغانستان او سیمې په مسایلو کې غوښن دی نو ځکه یې اړتیا ډېره لیدل کېږي او د امریکا پرته د سولې او سیاسي پروسې بریا نا ممکنه ده.
ټینګار کېږي چې افغان حکومت باید د امریکا او نړۍ پر وړاندې روښانه سیاست ولري چې په ډېرو وړو مسایلو باندې تغییر ونه کړي.