امریکا د سولې په برخه کې په افغان حکومت فشارونه جاري ساتلي.
د اړیکو تر پیکه کېدو وروسته امریکا اوس نظامي فشار باندې اتکا کړې.
له دې فشارونو تحلیل دا دی چې امریکا په افغان حکومت د خپلې خوښې سوله منل غواړي.
تازه د امریکا پخواني دفاع وزیر ویلي که امریکا له افغانستان څخه ووځي، دلته به شته پرمختکونه وننګول شي.
په ظاهره کې امریکا په دې لټه کې ده چې د افغان سولې په تړاو خپلې غوښتنې په افغان حکومت ومني.
کابل د امریکا له غوښتنو او پټو مبهمو خبرو څخه د انکار لار غواړي خو امریکا په دې غبرکون کې د سیاسي او نظامي فشارونه په درشل کې ده.
د ډيپلوماټیکو اړیکو تر خرابېدو وروسته د شپږ سوه میلیونه ډالرو د لګښت کموالی او د بهرنیو ځواکونو وتل افغان حکومت ته د خطر زنګونه دي.
د امریکا پخواني دفاع وزیر رابرټ ګیتس داسې ویلي (( زه فکر کوم چې مهم هغه شرایط دي چې تاسې د کومو شرایطو په ترڅ کې خپل ځواکونه کور ته را غواړئ. او زه فکر کوم چې دا هم مهمه ده چې افغان حکومت ته باید د بقا او راتلونکي په موخه غوره فرصتونه ورکړل شي. د امریکايي ځواکونو وتل یو رښتینی ګواښ پیښوي.((
د سولې په تړاو د طالبانو او امریکایانو مکررې ناستې د افغان حکومت په تړاو د امریکا ثابت دریځ خام کړی ښکاري.
امریکا او طالبانو له زیاتو پرمختګونو ډکې شپږ پړاوه خبرې کړې خو حکومت او ولس تر اوسه د سولې په برخه کې د محسوسې پایلې شاهدان نه دي.