Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کرېکټ نړیوال جام  سیالیو کې د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبډلې بري نړیوال حیران کړي

CHENNAI, INDIA - OCTOBER 23: Players and Staff of Afghanistan celebrate after victory by 8 wickets following the ICC Men's Cricket World Cup India 2023 between Pakistan and Afghanistan at MA Chidambaram Stadium on October 23, 2023 in Chennai, India. (Photo by Matthew Lewis-ICC/ICC via Getty Images)

کرېکټ بورډ: هڅه کېږي افغان لوبډله له هر پلوه پر پښو ودرول شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/13

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې نوی روزونکی وایي، افغانستان ته له نویو فکرونو او انرژۍ سره راغلی او هڅه کوي چې افغان لوبډله له هر پلوه په پښو ودروي.

ریچارډ پایبس زیاتوي، له تېرو څو ورځو راهیسې یې د افغانستان کرېکټ بورډ له بېلابېلو برخو او لوبغاړو سره کتلي او پرګڼ شمېر مهمو مسایلو ورسره غږېدلی.

پایبس د ملي لوبډلې چمتوالي او راتلونکي تګلارې په اړه رابلل شوې خبرې ناسته کې ژمنه وکړه چې افغان لوبډله به له هر پلوه په پښو دروي او هڅه به کوي چې له افغان لوبغاړو سره له تخنیکي پلوه هم ښه زیار وباسي، ترڅو د ده په خبره، په درې واړو فارمټونو، ټیسټ، یوه ورځنیو او شل اوریز لوبو کې په نړیواله کچه ښې لاسته راوړنې ولري.

د افغانستان ملي لوبډلې نوی روزونکی ریچارډ پایبس وايي: « زه هڅه کوم د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله په درې واړه فارمټونو کې ښه برابره کړم، ترڅو د کرېکټ په نړیوال ډګر کې ښې لاسته راوړنې ولري. زما به یوه لویه هڅه دا هم وي چې افغان لوبډله په ټېسټ کرېکټ کې ښه وځلېږي، ځکه دا زما د خوښې لوبه یا فارمټ دی.»

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې روزونکي همدارنګه وویل، هڅه کوي چې افغان لوبډله د ۲۰۲۷ کال نړیوال جام سیالیو لپاره هم چمتو کړي، ترڅو هلته ښې لاسته راوړنې ولري.

د افغانستان کرېکټ بورډ  چارواکو همدارنګه وویل، د نوي روزونکي په راتګ سره به یې چارې لا ګړندۍ او له نړیوالو معیارونو سره برابرې شي.

د دوی په خبره، هڅه کوي چې د افغانستان کورني کرېکټ او نړیوال کرېکټ ترمنځ شته فاصله راکمه یا له منځه یوسي.

د افغان کرېکټ د لوړو مهارتونو مرکز مدیر دولت احمدزی وايي: « موږ په دې بحث وکړ چې څنګه کولی شو د کورني کرېکټ او نړیوال کرېکټ ترمنځ شته واټن راکم کړو.»

د ملي لوبډلې چمتوالي او راتلونکي تګلارې په اړه رابلل شوې خبرې ناستې ته د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشران هم رابلل شوي وو.

د ورځنیو او ټېسټ لوبو لوبډلمشر حشمت الله شهیدي او د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ وویل، له نوي روزونکي سره به ګډه هڅه وکړي چې راتلوونکو نړیوال جامونو ته ښه چمتوالی ولري.

د ورځنیو او ټېسټ لوبډلمشر حشمت شهیدي وايي: « ما له مشر روزونکي سره خبرې وکړې او دوی په دې ټینګار کوي چې باید د لوبو لپاره ښه چمتوالی ونیول شي. همدارنګه دی غواړي چې د افغانستان په کورني کرېکټ کې هم ښکېل اوسي.»

د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ وايي: « زه ډاډمن یم چې نوی روزونکی به خپلې تجربې او مشورې له لوبغاړو سره شریک کړي. موږ په ګډه هڅه کوو چې د افغانستان د کرېکټ لپاره ډېر څه وکړو.»

د یادولو ده چې افغان لوبډله به په راتلونکو څو ورځو کې د نوي مشر روزونکي تر مشرۍ لاندې څلور اوونیز کمپ ولري چې په ترڅ کې به یې د ملي لوبډلې لوبغاړو ترڅنګ، نوي لوبغاړي هم برخه ولري..

د کرېکټ بورډ چارواکو په خبره، دا کمپ له هند سره د راتلونکې لوبلړۍ او د ۲۰۲۷ نړیوال جام سیالیو ته د چمتوالي لپاره پیل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د فري سټایل سپورټ بنسټ اېښودونکی په المپیک کې د دې ورزش د ثبت غوښتنه کوي
لوبې

د فري سټایل سپورټ بنسټ اېښودونکی په المپیک کې د دې ورزش د ثبت غوښتنه کوي

فبروري 17, 2026
د المپیک او بدني روزنې کمېټې ۳ زره لوبغاړو ته د عصریې ورکول پيل کړل
لوبې

د المپیک او بدني روزنې کمېټې ۳ زره لوبغاړو ته د عصریې ورکول پيل کړل

فبروري 17, 2026
کرېکټ ملي لوبډلې په یوه زړه پورې لوبه کې سوېلي افرېقا ته ماتې ومنله
لوبې

کرېکټ ملي لوبډلې په یوه زړه پورې لوبه کې سوېلي افرېقا ته ماتې ومنله

فبروري 12, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه
لوبې

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول
لوبې

د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول

جنوري 27, 2026
ننګرهار کې د سپورټ ځانګړې اوونۍ پیل شوه
لوبې

ننګرهار کې د سپورټ ځانګړې اوونۍ پیل شوه

جنوري 26, 2026

وروستي خبرونه

سمنګان کې بې روزګاره ځوانانو ته د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوې

کرنې ریاست سمنګان کې د ملخانو ضد کمپاین پيل کړ

اپریل 13, 2026
د کرېکټ نړیوال جام  سیالیو کې د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبډلې بري نړیوال حیران کړي

کرېکټ بورډ: هڅه کېږي افغان لوبډله له هر پلوه پر پښو ودرول شي

اپریل 13, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

اروپا مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم بریدونه وغندل

اپریل 13, 2026
شنونکي: سیمه ییز او نړیوال اختلافونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لانجې هوارېدو مخه نیسي

کارپوهان: د ایران او امریکا د خبرو ناکامېدو لامل پاکستان دی

اپریل 13, 2026
شنونکي: پاکستان له سیاسي پلوه د ناورين ژورو ته د ننوتو په حال کې دی

اسلام اباد کې د ایران او امریکا مذاکرات ناکام پای ته ورسېدل

اپریل 13, 2026
افغانستان ته د بېنېټ پر سفر بندیز؛ اروپايي ټولنې پرې خواشیني ښودلې

بېنېت: د هرات پېښې عوامل باید پیدا او عدالت ته راکاږل شي

اپریل 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist