د نړیوالو او سیاسي چارو اکثریت شنونکي د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو لپاره د اسلام اباد کوربه توب د پوښتنو او حیرانتیا وړ بولي او وايي، د دا ډول مذاکراتو کوربه توب د اسلام اباد له وسه پورته خبره وه.
تازه سپینې ماڼۍ هم ویلي چې د پاکستان په منځګړیتوب د امریکا متحده ایالتونو او ایران ترمنځ مذاکرات ناکام شوي او واشنګټن هڅه کوي چې تهران اړ کړي ترڅو د اټومي وسلو ډېرولو هڅه ونه کړي.
د شنونکو باور دا دی چې پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو منځګړي هېواد په توګه، هغه څه ونه کړای شول چې د دغو خبرو د مثبت پرمختګ لپاره یې باید کړي وای.
د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « خبرې داسې بې نتیجې پای ته ورسېدې چې په کې کوربه هېواد هڅه کوله نړیوال باور ترلاسه کړي، خو نړیوالو ته د ملنډو وړ وګرځېده. لامل یې دا و چې لومړی خو پاکستان د دې خبرو وړ کوربه توب ونه شو کولی، دویم دا چې صلاحیت یې هم نه درلود؛ حتا تر دې چې کله خبرې خلاصې شوې، امریکايي پلاوي هېڅ اعتنا ونه کړه او لږترلږه مننه یې هم ونه کړه او خپل هېواد ته ستانه شول.»
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « نور هېوادونه د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو کوربه توب ته حاضر نه شول؛ ځکه دوی بې اعتباره کېدل. له همدې امله پاکستان ته امر وشو چې کوربه توب وکړي. همدارنګه پاکستان هم غوښتل چې د ایران په تړاو د امریکا له نورو اوامرو ځان وساتي. پاکستان د پیسو تمه هم لري او له بلې خوا د یوه مامور په توګه مجبور دی چې د غربي نړۍ امر ومني.»
ځینې نور شنونکي بیا د ایران او امریکا ترمنځ د سولې خبرو دوام لپاره د امنیت شورا د غړیو هېوادونو منځګړیتوب اړین او په دغو مذکراتو کې د امنیت شورا د غړیو حضور لازمي بولي.
د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي: « په پاکستان کې کله هم دا وړتیا نه شته چې د ایران او امریکا په څېر هېوادونو ترمنځ بریالی منځګړیتوب وکړي. تر هغو چې نړیواله ټولنه او د امنیت شورا غړي هېوادونه په دې مذاکراتو کې منځګړیتوب ونه لري، دا مذاکرات د بریالیتوب خوا ته نه شي تللی.»
د امریکا او ایران پلاوي چې په پاکستان کې د ۲۴ ساعتونو لپاره سره دېره وو، پرته له کومې مثبتې پایلې پای ته ورسېدل. د دواړو هېوادونو پلاوي خپلو هېوادونو ته ستانه شوي چې دغه څه په نړیواله کچه د بحثونو او حیرانتیا سبب هم شوي دي.