له شاوخوا ۲۴ ورځني جنګ وروسته د ایران او متحده ایالتونو ترمنځ لومړنۍ مخامخ خبرې چې د پاکستان په کوربه توب په اسلام اباد کې ترسره شوې، کومې پایلې ته له رسېدو پرته پای ته ورسېدې.
د ایران او متحده ایالتونو د پلایو ترمنځ په پرله پسې توګه د مخامخ خبرو څو دوره ترسره شول، خو دغو پلایو ته نږدې سرچینو ویلي چې دواړه خواوې په مهمو مسایلو کې پر خپلو دریځونو ولاړ وو او د یو بل غوښتنو ته یې چندان اهمیت نه ورکاوه.
د ایران بهرنیو چارو وزارت له دې شاوخوا ۲۱ ساعته خبرو وروسته وویل چې دا خبرې د بې باورۍ په فضا کې ترسره شوې او له همدې امله له دې مذاکراتو کومه تمه نه کېده.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي: « د امریکا له متحده ایالتونو سره د کوم توافق تمه نه کېده، ځکه دا خبرې د بې باورۍ په فضا کې ترسره شوې او هغه هم له څو اوونیو جنګ وروسته. موږ باید په یوه لیدنه کې د کومې موافقی تمه ونه لرو.»
بله خوا، ایراني پلاوي ته د نږدې سرچینو په حواله ویل شوي چې امریکايي پلاوي له خبرو د وتلو پلمې لټولې.
خو د امریکا ولسمشر مرستیال جې ډي وېنس چې د امریکايي پلاوي مشري یې کوله، ویلي چې له ایراني پلاوي سره په بېلابېلو مسایلو خبرې کول یو ښه خبر وو، خو بد خبر دا دی چې موږ کومې موافقې ته و نه رسېدو.
جې ډي وېنس دغه راز ویلي، په تېرو ۲۱ ساعتونو کې دوی ایراني پلاوي ته خپل دریځ او سرې کرښې روښانه کړې، مګر دوی زموږ شرایطو منلو ته حاضر نه شول.
د امریکا مرستیال ولسمشر زیاته کړې: « په دې خبرو کې موږ داسې کومې نقطې ته و نه رسېدو چې ایراني لوری دې زموږ شرایط ومني. زه فکر کوم چې موږ زیات انعطاف منوونکي وو او له بل لوري، ولسمشر ټرمپ موږ ته سپارښتنه کړې وه چې له یوې موافقې سره ورستانه شو، خو ایراني پلاوی یې منلو ته حاضر نه شو.»
جې ډي وېنس دغه راز زیاته کړې، د امریکايي پلاوي زیات تمرکز پر دې و چې د ایران له لوري د دوی د اټومي پروګرام په اړه یو مثبت دریځ وګوري چې دوی نه غواړي په راتلونکې کې کوم اټومي وسله تولید کړي.
امریکايي او ایراني پلاوي دواړه خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي.