اروپا مېشتي افغانان د اتریش په ويانا کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته راټول او د لاریون په ترسره کولو یې پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم يرغل او بریدونو وغندل.
لاریون کوونکو دپاکستان ضد شعارونه ورکړل او د ملګرو ملتونو په شمول یې د بشري حقونو له ټولو مدافعو نړيوالو بنسټونو وغوښتل چې په افغانستان کې د پاکستان پوځي رژیم پرظلمونو غلي پاتې نه شي.
دوی د پاکستان پوځي رژیم په بریدونو کې د شهیدو شویو ماشومانو او عامو خلکو انځورونه په دې موخه له ځان سره لېږدول چې د يادو جنګي جرمونو په اړه نړيوال خبر کړي.
یو تن لاریون کوونکی وايي: « موږ د اتریش په ویانا کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته راټول شوي یو، ترڅو د پاکستان شومې کړنې او افغان وژنه وغندو او له نړۍ غوښتنه وکړو چې له افغانانو سره باید دا روان ظلم بند کړي. موږ خپله له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له ټولو مدافع بنسټونو غوښتنه کوو چې د نورې نړۍ د سوله غوښتنې ترڅنګ، د افغان وژنې مخه هم ونیسي.»
یو بل لاریون کوونکی وايي: « د پاکستان حکومت هېڅکله اسلامي نه دی، ځکه یوازې کابل کې پر روغتون یې برید کې ۴۰۰ کسان ووژل. دا د انګرېزانو له خوا جوړ بنارسي هېواد کله هم افغانانو نه دی منلی او نه به یې ومني.»
یو بل لاریون کوونکی وايي: « موږ دلته راټول شوي یو چې د افغانانو غږ تر نړۍ ورسوو. موږ له ملګرو ملتونو غواړو چې پر افغانستان د پاکستان بریدونه ودروي او دغه راز د افغانانو لاسنیوی وکړي.»
اروپا مېشتو افغانانو د لاریون په پای کې د ملګرو ملتونو دفتر ته هغه اعتراض لیک هم وسپاره چې په کې د پاکستان پر وړاندې له یاد سازمان څخه د پرېکنده او جدي اقدام غوښتنه شوې.
لاریون کوونکی سرور نیازی وايي: « نن زموږ ګڼ هېوادوال په ویانا ښار کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته راټول شوي، ترڅو د لاریون په کولو سره د پاکستان ناروا بریدونه وغندي، یو پرېکړه لیک صادر کړي او په رسمي توګه یې ملګرو ملتونو دفتر ته وسپاري.»
باور دا دی چې په نړیواله کچه د پاکستان یرغل پر وړاندې د افغانانو درېدل او تر نړیوالو ادرسونو د مظلوم افغان غږ رسول د دې ښکارندويي کوي چې افغانان د بهرني یرغل پر وړاندې او همدا راز په ملي مسایلو کې سره یو دي او هېڅ ډول اختلاف نه لري.
د سیاسي چارو شنونکی نجیب الله جامع وايي: « پر افغانستان د پاکستان یرغل او بریدونو پر خلاف د بهر مېشتو افغانانو غږ پورته کول، د یوه ملت د وحدت انځور وړاندې کوي. دوی د خپلو پیغامونو، غبرګونونو او لاریونونو له لارې نړۍ په افغانستان کې د پاکستان له ظلمونو، تېري او وحشتونو خبره کړه.»
پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم یرغل او بریدونو کې۷۶۱ ملکي افغانان شهیدان شوي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي. همدارنګه دغو بریدونو کې ۶۲۶ نور ټپیان دي، ۳۴ جوماتونه، ۱۳ مدرسې، ۳ روغتیايي مرکزونه، ۱۳ ښوونځي له ۲۵۰ زیاتې هټۍ، ۱۱۴۰ کورنه، لسګونه موټر او له ۶۵۰ زیات څاروي له منځ وړل شوي دي.
په دې موده کې د پاکستان پوځ پر افغانستان نږدې ۱۵ زره توپونه او هاوانونه راتوغولي چې له امله یې له ۲۷ زرو زیات خلک بې ځایه شوي هم دي.