په کندهار کې د تسبېح جوړول یو لرغونی صنعت دی چې سلګونه کلونه تاریخ لري. دا مسلک له یوه نسل څخه بل نسل ته لېږدول شوی او تر اوسه هم تسبېح جوړونکي په لاس او ساده ماشینونو خپل کار ته دوام ورکوي.
د تسبېح جوړونکو په وینا، اوس مهال د کندهار جوړې تسبېح ډېر شهرت لري او په افغانستان کې د کارولو ترڅنګ، د ایران له لارې نورو اسلامي هېوادونو ته هم صادرېږي، خو ایران کې وروستیو جګړو د دوی پر کاروبار هم منفي اغېز کړی.
تسبېح جوړونکی عنایت الله وايي: « زموږ کار ډېر د ایران او مشهد له لارې دی، اوس چې هلته جنګ دی نو خوند یې نه شته. او موږ یوازې دانه ګي خرڅوو او ګوزاره پرې کوو.»
تسېبح جوړونکی بسم الله افغان وايي: « موږ تسبېح ایران ته استولې او له هغه ځایه بیا عربي هېوادونو ته تلې. اوس هلته جنګ دی او زموږ پر بازار یې ډېر اغېز کړی.»
د تسبېح جوړونې صنعتکاران د خامو موادو د نه شتوالي او مناسب ځای نه لرلو له امله شکایت کوي او له حکومت غواړي چې د دې صنعت د ودې لپاره د خامو موادو برابرولو او مناسب ځای برخه کې د دوی ملاتړ وکړي.
تسبېح جوړونکی بصیر احمد وايي: « حکومت باید د تسبېح اړوند ډبرو په کانونو را ایستلو کې له موږ سره مرسته وکړي.»
تسبېح جوړونکی ملا شراف الدین وايي: « موږ به د دې ډبرو استخراج پيل کړو، خو حکومت دې په پيل کې له موږ د پیسو غوښتنه نه کوي. همدارنګه له حکومت څخه د تسبېح جوړولو لپاره د ځانګړي مارکېټ غوښتنه هم لرو.»
د کندهار کانونو او صنایعو خونې مسوولین بیا وايي، په دې ولایت کې د تسبېح جوړولو صنعت وده کړې او د افغانستان په ګډون ډېرو هیوادونو کې مینه وال لري.
د دوی په خبره، د کانونو کیندل پرمختلولو ماشینونو او لوړو لګښتونو ته اړتیا لري چې تسبېح جوړونکي يي د قراداد غوښتنه ولري، شرایط يې باید پوره کړي.
د کندهار کانونو او صنایعو خونې مشر سید سرور اماني وايي: « د کانونو استخراج خپل مراحل لري او له هرڅه وړاندې باید جواز ولري. همدارنګه دوی باید د استخراج لپاره ماشینري او کاري ځواک او پانګونه ولري. تسبېح جوړونکي په دې حد کې نه دي د کانونو استخراج په قانوني او اساسي ډول وکړي.»
اوس مهال په کندهار کې د تسبېح جوړولو ۱۰ کوچنۍ فابریکې فعالیت لري او خپل تولیدات د کورني بازار ترڅنګ، ګاونډیو هېوادونو ته هم صادروي.
په کندهار کې له شاه مقصودي، کابلي، چینايي او نورو ډبرو څخه بېلابېل ډوله تسبېح جوړېږي.