د چارواکو له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، ننګرهار کې د تېرو دو ورځو شدیدو او پرله پسې ورښتونواو سېلابونو له امله د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار او بېلابېلو ولسوالیو کې ۲۴ تنه شهیدان او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.
د ورښتونو او سېلابونو له امه زیانمن شوي وايي، سږني ورښتونه او سېلابونه بې ساري وو او له امله یې دوی ته پراخ ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
د سېلابونو له امه زیانمن شوی رحم الدین وايي: « شاوخوا ۱۵ کاله کېږي چې زه دلته اوسېږم، خو تر اوسه مې دا ډول زورور سېلاب نه و لیدلی. زما په ګډون د ټولو خلکو کورونه له اوبو ډک شول او ډېر هم ونړېدل.»
زیانمن شوی قیام الدین وايي: « زه خپل کور ته په دېوال واوښتم، پور تر اوبو لاندې و. یوازې مو د کور انسانان و ایستل، نور هرڅه اوبو له منځه یوړل.»
ننګرهار کې د سېلابونو له امله ډېری زیانمن شوي هغه کسان دي د خوړونو او سیندونو پرغاړو کورونه جوړ کړي وو.
د دوی په خبره، د کورونو ټول وسایل ترې اوبو وړي او اوس مهال بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د سېلاب له امله زیانمن شوی دوا جان وايي: « دلته له ۱۸۰ تر ۲۰۰ کورونه تر اوبو لاندې شوي. د دې ټولو کورونو وسایل تر اوبو او خټو لاندې شول. موږ غوښتنه کوو چې د رود مخې ته استنادي دېوال جوړ شي.»
د سېلابونو له امله زیانمن شوی عبد الخالق وايي: « دلته په دې ساحه کې داسې کور نه شته چې اوبه دې نه وي ورختلې. حکومت باید زموږ پوښتنه وکړي، دا کورونه تر راتلونکو دوو میاشتو د استوګنې نه دي، موږ چېرته لاړ شو؟»
مسوولین بیا وايي، په دې بریالي شوي چې د ورښتونو له پیل راهیسې سلګونه هېوادوال د ځمکې او هوا له لارې له سېلابي سیمو خوندي سیموته انتقال کړي.
مسوولین زیاتوي، سېلاب ځپلو سره د مرستو په موخه په ولایتي کچه بېړنۍ ناسته شوې او په کې پرېکړه شوې چې ژر ترژره دې د سېلاب ځپلو او ورښتونو له امله زیانمن شویو سره بېړنۍ مرستې وشي.
د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون وايي: « ګډ کاري ټیمونه تشکیل شوي او په ټولو ساحو کې سروې روانه ده، خو دا چې اوس هم هوا باراني ده او امکان شته چې بیا هم باران وشي، ولایتي اداره چمتو ده چې د خلکو خدمت وکړي او ستونزو ته یې رسېدنه وشي.»
باید یاده شي چې ورښتونو او سېلابونو له ننګرهار سربېره د ختیځ زون په درېیو نورو ولایتونو لغمان، کونړ او نورستان کې هم خلکو ته د سر او مال زیانونه اړولي او په ځنیو ساحو کې بیا له غرونو د ډبرو ښوېیدو له امله لویې لارې هم تړل شوې وې.
د دې ولایتونو چارواکي وايي، پر وخت اقدام له امله یې لارې بېرته خلاصې کړې دي.