Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/09

د پرله پسې شدیدو ورښتنو او سېلابونو راوتو له امله تېره يوه شپه او ورځ په بېلابېلو ولايتونو کې ۱۵ کسان شهیدان، ۱۸ نور ژوبل شوي او یو کس لا درکه دی.

د طبیعي پېښو پر وړاندې مبارزې لپاره د چمتوالي ملي ادارې مسولان وایي، پر ځاني زيان سربېره په بشپړه توګه د ۱۳۹ کورونو په ویجاړېدو سره خلکو ته مالي زيانونه هم اوښتي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې مبارزې لپاره د چمتوالي ملي ادارې وياند محمد یوسف حماد وايي: « د وري میاشتې له شپږمې نېټې تر نن ورځې د هېواد په کچه د بارانونو، سېلابونو، واورو، زلزلو، د چتونو نړېدو  او غر ښوېیدنو له امله ۱۴۸ تنه شهیدان شوي، ۲۱۶ تنه ټپیان شوي او اته تنه لادرکه دي. همدارنګه ۱ زر ۱۴۹ کورونه په بشپړه توګه او ۱۶ زره ۷۰۰ جریبه ځمکه ویجاړه شوې او ۱۳۶ ونې له منځه تللې دي. په ټولیز ډول، ۷ زره ۵۰۴ کورنۍ د دې پېښو له امله زیانمنې شوې دي.»

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، تر دې دمه په ټول هېواد کې د ورښتونو او سېلابونو له امله ۱۴۸ کسان شهیدان، ۲۱۶ ټپیان او ۸  تنه نور بې درکه شوي او دغه راز ۱۱۴۹ کورونه په بشپړه توکه ویجاړ شوي دي.

له دې سره، ملګري ملتونه وايي په ۲۰۲۶ زېږدیز کال کې ۴.۲ میلیون تنه بېړنۍ سرپناه او غیرخوراکي توکو ته اړتیا لري، خو وروستیو سېلابونو دغه اړتیا نوره هم زیاته کړې ده.

په ورته مهال، ټولګټو وزارت وایي په ټول هېواد کې د ورښتونو او سېلابونو راوتو له امله د لارو بندېدو مخنيوي او پاکارۍ لپاره بشپړ چمتوالی نیول شوی.

د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وايي: « د شدیدو بارانونو، سېلابونو راوتو، واورو ورېدو  او غر ښوېیدنو له امله د ایبک مزارشریف او ایبک پلخمري مسیرونه، همدارنګه به بادغیس، پنجشېر، ننګرهار او بامیان ولایتونو کې یو شمېر لارې د ټرافیکو پرمخ تړلې شوې وې چې د ټولګټو وزارت د ولایتي ریاستونو په هڅو بېرته پرانستل شوي. په ورته وخت کې د کابل- جلال اباد لویه لاره چې د تېرې ورځې راهیسې د تنګي غارو په سیمه کې د ټرافیکو پرمخ تړل شوې وه، د استحکامي پل او بدیل مسیر د جوړولو کارونه بشپړ شوي او اوس مهال له کابل څخه د جلال اباد په لور بار وړونکو وسایطو ته د تګ اجازه ورکړل شوې ده.»

د ورښتونو او سېلابونو له امله ځينې زيانمن شوي کسان بيا له مرستندويانو غوښتنه کوي چې د سرپناه په برابرولو کې ورسره بېړنۍ مرسته وکړي.

د سېلابونو له امله زیانمن شوی کس وايي: « سهار شپږ بجې زموږ دا یوه خونه ونړېده، پنځه تنه په کې شهیدان او څلور نور ژوبل شول.»

یو تن ژوبل شوی کس وايي: « د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې سخت زورور سېلاب راغی، خلکو لوړو ته وختل، خو څو کسان یې یوړل.»

د سختو ورښتونو او سېلابونو راوتو له امله په ختيځو، شمالي او مرکزي ولايتونو کې نه يوازې خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اوښتي بلکې يو شمېر کورنۍ د سېلابونو له ويرې د خپلو مېنو پرېښودو ته هم اړې شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

د افغان کډوالو شورا: پاکستاني پولیس له افغان کډوالو سره ناوړه چلن کوي

اپریل 7, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

پاکستان د ارومچي مذاکراتو کې له افغانستان درې مهمې غوښتنې کړې

اپریل 7, 2026

وروستي خبرونه

هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

ایران او امریکا د دوو اوونیو پر مشروط اوربند هوکړه کړې

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist