Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/08

د هېواد د پخواني ولسمشر حامد کرزي لخوا په یو لیک کې چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په نامه یی لیکلی دی، له ملګرو ملتونو په کې غوښتنه شوې چې پر افغانستان د پاکستان د پوځي رژیم بریدونه، چې د سلګونو بې ګناه ملکي وګړو د مرګ ژوبلې او عامه تاسیساتو ته د درنو زیانونو سبب ګرځیدلی وغندي.


کرزي په دې لیک کې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انټونیو ګوتېرېش دا غوښتنه هم شوې چې له ټولو امکاناتو په ګټې د پاکستان د پوځي رژیم له لوري د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړي.


کرزي په دې لیک کې ویلي دي چې پاکستان لږ تر لږه له څلورو لسیزو راهیسې د مغرضانه پالیسو په کارولو سره له افراطیت په سیمه کې د نفوذ د یوې وسیلې په توګه کار اخیستی دی.


د لیک یوه برخه: « په تیرو څلورو لسیزو کې پاکستان د مغرضانه پالیسۍ له مخې له افراطیت په سیمه کې د نفوذ د یوې وسیلې په توګه کار اخیستی دی، نو د ملګرو ملتونو له عمومي منشي زموږ غوښتنه دا ده چې له ټولو ممکنه هڅو څخه په استفادې د پاکستان د پوځي رژیم له لوري د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض او د بریدونو مخنیوی وکړي او د تاوتریخوالي په کمولو سره سیمه له موجوده کړکیچ خلاصه کړي.»


د پخواني ولسمشر حامد کرزي لخوا دا غوښتنه داسې مهال شوې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) په خپل یوه راپور کې ویلي دي چې د تیرې فېبرورۍ میاشتې راهیسې د ډیورنډ په فرضي کرښه د نښتو، بمباریو او نورو درنو وسلو د ډزو له کبله په سلګونه ملکي وګړي چې ښځې او ماشومان په کې شامل دي مړه او ژوبل شوي دي.


اوچا وړاندې په خپل راپور کې لیکلي دي، چې د پاکستان د پوځي رژیم د بریدونو له کبله د افغانستان په ختیځ او جنوب ختیځو سیمو کې شاوخوا ۹۴ زره کسان بې ځایه شوي دي.


د اوچا د راپور له مخې، د پاکستان د بریدونو له کبله د نورو عامه تاسیساتو ترڅنګ ۲۵ روغتیايي مرکزونه او ۴۱ ښوونځي زیانمن شوي او تړل شوي دي.


 د راپور یوه برخه:« د درنو وسلو په ډزو، هوايي بریدونو او نښتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړي مړه او ژوبل شوي دي، په دوی کې یو بشري کارکوونکې هم شامل دی. له دې سربېره ۹۴ زره کسان چې۱۳ زره او ۴۰۰ کورنۍ دي، په خوست، کونړ، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او نورستان ولایتونو کې بې ځایه شوي دي. همداراز ۳۵ روغتیايي مرکزونه او ۴۱ ښوونځي زیانمن شوي او تړل شوي دي، چې له دې سره روغتیایي خدمات او د زده کړو بهیر زیانمن شوی دی.»   


د پاکستان د پوځي رژیم د بریدونو له امله د اوښتو زیانونو په اړه د اوچا لخوا دا راپور داسې مهال خپور شوی، چې د ملګرو ملتونو کارپوهانو پر افغانستان د پاکستان د پوځي رژیم له لوري کېدونکي بریدونه د ملګرو ملتونو له منشور او نړیوالو بشري قوانینو سره په ټکر کې بللې دي.


دغو کارپوهانو په روانو شخړو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د هرې پیښې په اړه د ناپیلو، دقیقو څېړنو غوښتنه کړې ده، څو د داسې بریدونو عاملان محاسبې ته وړاندې او د قربانیانو کورنیو ته د غرامت ورکولو زمینه برابره شي.


نه یوازې پخوانی ولسمشر بلکه په هېواد کې دننه او بهر مېشتو افغانانو د لاریونونو په ترسره کولو سره د پاکستان د پوځي رژیم لخوا کېدونکي بریدونه غندلي او د ملګرو ملتونو په ګډون یې له نړیوالو سازمانونو د پاکستان د پوځي رژيم د محاسبې لپاره د سختو اقداماتو غوښتنه کړی ده.


په داسې حال کې، چې افغانان له ملګرو ملتونو په دې اړه د تحقیقاتو غوښتنه کوي، خو ملګري ملتونه بیا وايي، په دې اړه تحقیقات باید د زیانمن شوي هېواد له لوري ترسره شي او ملګري ملتونه یوازې د دغو تحقیقاتو د شفافیت لپاره پر هغو څارنه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

د افغان کډوالو شورا: پاکستاني پولیس له افغان کډوالو سره ناوړه چلن کوي

اپریل 7, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

پاکستان د ارومچي مذاکراتو کې له افغانستان درې مهمې غوښتنې کړې

اپریل 7, 2026

وروستي خبرونه

هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

ایران او امریکا د دوو اوونیو پر مشروط اوربند هوکړه کړې

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist