له څو ورځو راهیسې د چین په منځګړیتوب او کوربه توب د دې هېواد په ارومچي ښار کې د افغانستان او پاکستان پلاوو ترمنځ خبرې روانې دي او پاکستاني رسنيو يې ځينې جزئيات خپاره کړي.
اکسپرېس ټرېبیون او ډان ورځپاڼو د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، پاکستاني پلاوي د خبرو وړاندې تګ په موخه له افغان پلاوي درې مهمې غوښتنې مطرح کړې چې د پاکستان مذاکراتي ټیم اصلي دریځ بلل شوی.
د رسنیو د معلوماتو له مخې، پاکستان غوښتي چې تحریک طالبان پاکستان(ټيټيپي) دې ترهګریزه ډله وبلل شي، د هغوی پټنځایونه دې له منځه یوړل شي او پر وړاندې یې د عملي ګامونو پورته کېدو کره ثبوت وړاندې شي.
ورځپاڼې دغه راز لیکلي: « اسلام اباد په لومړي سر کې درې غوښتنې مطرح کړې دي چې په کې په رسمي ډول د تحریک طالبان پاکستان(ټيټيپي) د ترهګریز سازمان په توګه منل، د دې ډلې پټنځایونه له منځه وړل او پر وړاندې یې د عملي اقداماتو په اړه پاکستان ته د شواهدو وړاندې کول شامل دي.»
ورځپاڼې دغه راز زیاته کړې، چین د منځګړیتوب له لارې هڅه کوي د ستونزې د حل په موخه دواړه خواوې د پنځه مادهییز ګډ کاري چوکاټ منلو ته راوبولي.
په ۲۰۲۵زېږدیز کال کې او د اختلافاتو او جګړو د پیل پرمهال هم پاکستان د ترکیې، قطر او سعودي عربستان په ناستو کې پر ورته غوښتنو سربېره له افغانستان څخه غوښتي و چې پاکستان کې د جهاد ضد فتوا ورکړي او په پاکستان کې دې د ټيټيپي د وسله والې جګړې مخه ونیسي.
افغان حکومت د پاکستاني رسنیو له قوله د مطرح شویو غوښتنو په تړاو څه نه وايي، خو بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ ارومچي کې مذاکرات تایید کړي و.
د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان او منځنۍ اسیا مشورتي ناسته کې ویلي: « افغان حکومت په پوره صداقت او د حللارې په لټه کې، له پاکستان سره په هغو مذاکراتو کې برخه اخستې چې دا مهال د چین په نوښت په “ارومچي” ښار کې روان دي. زموږ دریځ روښانه دی؛ اسلامي امارت تل د خبرو اترو او متقابل درناوي له لارې د ستونزو حل غواړي.»
بله خوا، په داسې حال کې چې افغانستان د ټيټيپي د حضور او له دې ځایه په پاکستان کې د بریدونو مسله په کلکه ردوي مګر پاکستان یې په بیا بیا د مطرح کولو له لارې د څه لټه کوي؟
د چارو شنونکي باوري دي چې پاکستان ښودلې چې مذاکراتو او خبرو اترو ته ژمنتيا نه لري او له همدې امله د ورته تکتیکونو په وسیله په لوی لاس غواړي مذاکرات سبوتاژ او د افغانستان په اړه ورکول شوې بهرنۍ اجنډا عملي کړي.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « پاکستان بالاخره بیا پلمې کوي او د ټيټيپي په نوم خپلو پخوانیو ادعاوو ته ورګرځي؛ ځکه پاکستان له امریکا د سیمې بې ثباته کولو پروژه اخیستي او مجبور دی دا پروژه عملي کړي.»
د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « د پاکستان غوښتنې غیر واقعي او نا عادلانه دي. له یوې خوا پاکستان متجاوز دی او له بلې خوا د افغانستان غوښتنې عادلانه دي. دوی باید خپلې ستونزې خپله حل کړي.»
د چین په کوربه توب د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب ناسته تېره چهارشنبه د اپرېل په لومړۍ نېټه د دې هېواد په ارومچي ښار کې پیل شوه.
په دې ناسته کې د افغان لوري مشري د بهرنیو چارو وزیر د دفتر رئیس محبالله وثیق کوي چې په ډله کې یې د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو او د استخباراتو ریاست استازي هم شامل دي.
هاخوا بیا د پاکستان په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان او لوېدیځې اسیا مشر سید علي اسد ګیلاني د مقابل لوري مشري پر غاړه لري. وبه لیدل شي په راتلونکو ورځو کې مذاکرات کوم لوري ته بیايي.