Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/06

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر په ټولنیزو رسنیو کې د یوه خبرداري په خپرولو سره ایران ته ګواښ کړی چې که د هرمز تنګی خلاص نه کړي، نو د ایران برېښناکوټونه او پلونه به له یوې مخې ویجاړ کړي.

په دې خبرداري کې د ډونالډ ټرمپ له کارولې لهجې ښکاري چې دا پیغام یې په خورا قهرجن حالت کې لیکلی.

ولسمشر ټرمپ ویلي: « د سې شنبې ورځ به په ایران کې د برېښنا کوټونو او پلونو د تباهۍ ورځ وي، دواړه به په یوه ځل له منځه یوړل شي. د دې په څېر به بل څه نه وي لیدل شوي. دا لعنتي تنګې پرانیزئ او یا دا چې ژوند به مو په دوزخ کې وي، یوازې ننداره کوئ.»

د ډونالډ ټرمپ له خوا دا خبرداری داسې مهال خپور شوی چې ایران د ۴۸ ساعتونو لپاره د امریکا غوښتل شوی اوربند رد کړ او د هرمز تنګي خلاصولو لپاره یې غوښتنې نا اورېدلې وګڼلې.

له بلې خوا، راپورونه وايي چې د امریکا پوځ داسې مهال د ځمکنیو عملیاتو د پیل لپاره په چمتوالي بوخت دی چې دېخوا ایران کې یې لپاره بشپړ چمتوالی نیول شوی.

پر ایران د امریکا او اسراییلو له خوا پيل شوي بریدونه شپږمې اوونۍ ته داخل شول، خو لا هم د جنګ پای ته رسېدو کومه نښه نه لیدل کېږي.

له یوې خوا د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونه په شدت ادامه لري، بله خوا د ایران له خوا سیمه کې پر امریکايي اهدافو او اسراییلو د ډرون الوتکو او توغندویو ګوزارونه ادامه لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم
نړۍ

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
Trump: Iran’s ruling regime has collapsed, talks ongoing with remaining factions
نړۍ

ټرمپ: د ایران واکمن نظام پرځېدلی، له پاتې جهتونو سره خبرې کوو

مارچ 31, 2026
د یمن حوثیان هم د ایران، امریکا او اسراییلو پر جګړه ورګډ شول
نړۍ

د یمن حوثیان هم د ایران، امریکا او اسراییلو پر جګړه ورګډ شول

مارچ 30, 2026
Millions of Americans take to the streets against Trump’s policies and wars
نړۍ

میلیونونه امریکایان د ټرمپ سیاستونو او جګړو په ضد واټونو ته راوتلي

مارچ 30, 2026
منځني ختیځ کې د کړکېچ دوام؛ د هر بېرل خامو نفتو بیه بیاځل له ۱۰۰ ډالرو واوښته
نړۍ

منځني ختیځ کې د کړکېچ دوام؛ د هر بېرل خامو نفتو بیه بیاځل له ۱۰۰ ډالرو واوښته

مارچ 25, 2026
د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري
نړۍ

د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

مارچ 24, 2026

وروستي خبرونه

عوامي نېشنل ګوند: پاکستان افغانستان سره د پنجاب او امریکايي ګټو لپاره جګړه کوي

عوامي نېشنل ګوند: پاکستان افغانستان سره د پنجاب او امریکايي ګټو لپاره جګړه کوي

اپریل 7, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې

د افغان کډوالو شورا: پاکستاني پولیس له افغان کډوالو سره ناوړه چلن کوي

اپریل 7, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی

پاکستان د ارومچي مذاکراتو کې له افغانستان درې مهمې غوښتنې کړې

اپریل 7, 2026
د منځنۍ اسیا هېوادونو د افغانستان له وړاندیزونو ملاتړ اعلان کړ

د منځنۍ اسیا هېوادونو د افغانستان له وړاندیزونو ملاتړ اعلان کړ

اپریل 7, 2026
هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اپریل 6, 2026
سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist