Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/06

په ننګرهار کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې په تخنیکي او د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې په مالي همکارۍ، له ۶۷۰ هغو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه چې تازه له کډوالۍ راستنې شوې دي.

مسوولین وايي، په دغو مرستو کې د اوړو او غوړیو په ګډون، ۱۰ قلمه خوراکي توکي شامل دي.

د ننګرهار سرې میاشتې ټولنې رییس فضل الرحمان فیاض وايي: «  نن د افغاني سرې میاشتې له خوا۶۷۰ کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش پروګرام دی. دغه مرسته د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې له خوا چمتو شوې او هغو کډوالو ته وېشل کېږي چې تازه په جبري توګه راستانه شوي دي.»

طلاخان یو له هغو افغان کډوالو دی چې ۴۵ کاله یې پاکستان کې تېر کړي او اوس دلته په همدغو مرستو پسې راغلی. دی وايي، پردي هېوادونه نه خپلیږي او په خبره یې په داسې حال کې هېواد ته راستون شوی چې پاکستاني پولیسو ترې د کور وسایل او ان نغدې پیسې هم ګرځولې دي.

طلاخان زیاتوي: « وايي پردی کټ تر نیمې شپې دی؛ ما په پاکستان کې ۴۵ کاله تېر کړل، خو خپل مې نه کړ. له موږ هرڅه پاتې شول، حتا تر دې چې د کور سامان رابارولو اجازه یې هم رانه کړه.»

د طلاخان په شمول دلته په مرستو پسې راغلي یو شمر نور کډوال وايي، پر شویو مرستو خوښ دي، خو ټینګار کوي چې د حکومت او مرستندویه ادارو له خوا ورسره د بیا مېشتېدنې په موخه د سرپناه او روزګار جوړولو برخه کې همکاري وشي.

له کډوالۍ راستون شوی طلاخان وايي: « موږ له حکومت د نغدي مرستو ترڅنګ د سرپناه او کاروبار غوښتنه کوو. موږ خالي لاس راوتي یو او هېڅ نه لرو. دا مهال په خېمو کې پراته یو او ماشومانو مو ټول ناروغان دي.»

له کډوالۍ راستون شوی روزي خان وايي: « موږ له دې مرستې ډېر خوښ یو، خو موږ کار او روزګار ته اړتیا لرو. له حکومت غواړو چې د کار زمینه راته برابره کړي.»

له کډوالۍ راستانه شوي دا غوښتنې داسې مهال کوي چې ورځ تر بلې له ګاونډیو هېوادونو  د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ چټکه کیږي او له نږدې یوې نیمې میاشتني ځنډ وروسته، د تورخم لار یو ځل بیا د افغان کډوالو را اوښتو پرمخ خلاصه شوې او هره ورځ سلګونه کورنۍ له دې لارې هېواد ته راستنیږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي
افغانستان

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل
افغانستان

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever
افغانستان

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

اپریل 6, 2026
بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه

اپریل 6, 2026
حکومت په تېرو۴۰ ورځو کې د پوځي رژیم د جنګي جنایتونو نوملړ خپور کړ
افغانستان

حکومت په تېرو۴۰ ورځو کې د پوځي رژیم د جنګي جنایتونو نوملړ خپور کړ

اپریل 6, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اپریل 6, 2026
سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

اپریل 6, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist