Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/06

ویجاړوونکو سېلابونو د مرکز ایبک ښاریانو ته د سر او مال زیانونه اړولي.

سېلاب ځپلي خلک خپلو نړېدلو کورونو ته اندېښمن دي او له حکومت او مرستندویه ټولنو پر بېړنیو مرستو سربېره، د سرپناه چمتو کولو غوښتنه کوي.

سېلاب ځپلی نجیب الله وايي: « له دولت غوښتنه کوم چې موږ ته د رسېدلو زیانونو په جبران کې همکاري وکړي. موږ خوراکي او غیر خوراکي توکي او د کور وسایل له لاسه ورکړي.»

یوشمېر زیانمن شوي خلک وايي، ټوله شتمني یې د سېلاب په اوبو لاهو شوې او کنډوالې ورپاتې دي.

یوه سېلاب ځپلې مېرمن وايي: « سېلاب زموږ کور ویجاړ کړی او خوراکي توکي یې له منځه وړي. ما یوازې دومره وکړل چې خپل ماشومان مې له کوره و ایستل. له حکومت غوښتنه کوم چې زما کور راته جوړ کړي او مرسته راسره وکړي.»

په سمنګانو کې ځايي چارواکي د اوښتو زیانونو په  اړه وايي، ایبک ښار کې شدیدو سېلابونو د یوې کورنۍ د  ۳غړیو ژوند ترې اخستی او دغه راز یې ۴ نور کسان ژوبل کړي دي.

د دوی د معلوماتو له مخې، د ایبک ښار سېلابونو شاوخوا ۳۰۰ کورونه په بشپړ او نسبي ډول ویجاړ کړي دي.

سمنګان کې له پېښو سره مبارزې ریاست وايي، له سېلاب ځپلو سره د مرستو او همکارۍ چارې پيل شوې دي.

د سمنګان ولایت پېښو سره مبارزې ریاست کې پېښو ته د رسېدنې آمر ملا شېرجان متقي وايي: « په سمنګان ولایت کې په پرله پسې توګه سېلابونه راوتلي چې له امله یې ۸۱ کورونه ویجاړ شوي، درې تنه شهیدان لرو. همدارنګه د تازه بارانونو له امله ۳۰۰ کورنۍ زیانمنې شوې، خو زموږ سروې ادامه لري چې ښايي شمېرې له دې هم لوړې شي.»

پېښو سره مبارزې لپاره د چمتوالي ملي ادارې د معلوماتو له مخې، د هېواد په کچه تېرو۲۴ ساعتونو کې د سېلابونو راوتلو  له امله ۱۳ تنو ژوند بایللی او ۱۳ نور ژوبل شوي دي.

همدارنګه سېلابونو ۱۵۷ کورونه په بشپړه توګه او شاوخوا ۱۳۰۰ نور نیمه تخریب کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه
افغانستان

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل
افغانستان

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever
افغانستان

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

اپریل 6, 2026
بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه

اپریل 6, 2026
حکومت په تېرو۴۰ ورځو کې د پوځي رژیم د جنګي جنایتونو نوملړ خپور کړ
افغانستان

حکومت په تېرو۴۰ ورځو کې د پوځي رژیم د جنګي جنایتونو نوملړ خپور کړ

اپریل 6, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اپریل 6, 2026
سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

اپریل 6, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist