په روسیه کې مېشت يوه افغان پانګوال په هېواد کې د وروستیو طبعي پېښو له قربانیانو سره د شل ټنه خوراکي توکو مرسته وکړه او په رسمي توګه يې له طبيعي پېښو سره مبارزې لپاره د چمتوالي ملي ادارې ته وسپاره.
د دې ادارې چارواکي وايي، یادې مرستې به چې درې قلمه خوراکي توکي په کې شامل دي، ژر تر ژره پر اړمنو کورنیو ووېشي.
دوی د بشري مرستو ډېرې اړتيا ته په کتو له نړیوالو مرستندویانو غواړي چې افغانان تر بل هر وخت اوس د دوی زیاتو بشري مرستو ته اړتیا لري.
له طبيعي پېښو سره مبارزې لپاره د چمتوالي ملي ادارې رییس نورالدین ترابي وايي: « د حاجي نادرشاه په نوم مسکو مېشت افغان تجار دا لسم ځل دی چې د پېښو پر وړاندې مبارزې ادارې له لارې د افغانستان له بېوزله خلکو سره مرسته کوي. نن یې باید ۲۰ ټنه خوراکي توکو مرسته کړې چې پر پنځه سوه تنو به ووېشل شي. دغه افغان تجار د هرې پېښې پرمهال زموږ له غوښتنې پرته مرسته کوي او موږ یې له مرستې مننه کوو.»
ترابي دا هم وايي چې د وروستیو ورښتونو او زلزلې له امله خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي او زیانمن کسان بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.
ترابي کابل کې د سېلابونو له امله د اوښتې مرګ ژوبلې او مالي زيان په اړه د معلوماتو شریکولو پرمهال دغه راز وايي، تېرې يوې شپې ورځې کې په بېلابېلو ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۲۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له ډله يې ۱۳ کسان شهیدان او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
نور الدین ترابي زیاتوي: « که څه هم اټکل دا و چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ډېر تاوانونه ورسېږي مګر د خدای فضل دی ډېر تلفات نه لرو، ۱۳ تنه شهیدان او ۱۳ نور هم ټپیان لرو.»
له طبيعي پېښو سره مبارزې لپاره د چمتوالي ملي ادارې د معلوماتو له مخې، د وروستیو ورښتونو او سېلابونو په پایله کې ټولټال ۷۲ تنه شهیدان او لسګونه نور ژوبل شوي دي.
د مسوولانو په خبره، پر یاد ځاني زيان سربېره، سلګونه هکټاره کرنیزه ځمکه او دغه راز سلګونه باب کورونه او عامه تاسیسات هم په بشپړ او قسمي ډول ویجاړ شوي دي.