Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/02

ګڼې څېرې او شخصیتونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي او د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د شخړو بندولو او د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو رغولو لپاره د خیبرپښتونخوا په مرکز پېښور کې د سولې جرګې ته رابلل شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې، په دې جرګه کې د خیبرپښتونخوا او فرضي کرښې ته څېرمه سمیو مشرانو، دیني عالمانو، سیاستوالو او د مدني ټولنو یو شمیر غړیو کډون کړی و.

د جرګې ګډونوالو ټنیګار کړی چې د روانې جګړې تر ټولو زیات زیان د فرضي کرښې دواړو غاړو ته پرتو پښتنو ولسونو ته اوښتی او باید ژر تر ژره ودرول شي.

ازاد خبریال او د جرګې غړی طاهر خان وايي: « دا جرګه د دې لپاره رابلل شوې وه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانه منازعه او جنګي حالت څنګه نارمل حالت ته را وګرځوي. د جرګې غوښتنه وه چې اوربند باید دوام وکړي او د ستونزې حل لپاره مذاکرات پیل شي. همدارنګه غوښتنه وشوه چې دواړه هېوادونه باید نورو ته د خپلې خاورې کارولو اجازه ورنه کړي. جرګې دا غوښتنه هم وکړه چې له شپږو میاشتو راهیسې د تجارت بندې لارې باید خلاصې شي او دغه راز له افغان مهاجرینو سره ښه چلن وشي.»                               

د جرګې کډنوالو د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان پر تګلارې نیوکه کړې او ویلي دي چې افغان کډوالو ته باید په باعزته توګه او په خپله خوښه د ستنېدو موقع ورکړل شي.

د جرګې یوه ګډونوال او دیني عالم شیخ ادریس له دواړو هېوادونو غوښتي چې اوربند وغځوي او روان کړکېچ د مذاکراتو له لارې حل کړي.

بله خوا، په هېواد دننه سیاسي فعالان د جرګو له لارې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ حل کټور بولي.

د سیاسي چارو شونکی روح الله هوتک وايي: « دا روښانه ده چې دغې جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو هوارولو لپاره د ګډ چوکاټ پر جوړېدو او کار پر کېدو ټینګار وکړ. جرګې د ستونزو هوارولو لپاره له دواړو هېوادونو غوښتنه وکړه چې سم لاسي اوربند وکړي او د اعتماد جوړونې لپاره زمینه مساعده کړي. دا هم روښانه ده چې جرګه د پښتنو په فرهنګ کې د ستونزو هوارولو یو مکانېزم دی مګر د جرګې مستقیم او سم لاسي اغېز به ځکه محدود وي چې غیر مستقیم رول لري.»            

همدارنګه د جرګې ګډونوالو  د دواړو هېوادونو ترمنځ په ټپه درېدلې سوداګرۍ د بیا پیل غوښتنه هم کړې.

اقتصادي شنونکي بیا د سوداګریزو او ټرانزیټي لارو خلاصولو غوښتنه خورا مهمه بولي او له دواړو لورو غواړي چې سوداګري دې له سیاسته جلا کړي. د دوی په خبره، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري د سیاسي لوبو ښکار شوې او ډېر زیان یې عامو خلکو ته اوښتی.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رښتیا وايي: « د پاکستان پوځ او استخبارات باید د ولس پرېکړو ته درناوی وکړي او دا تجارت بېرته پيل کړي. د پاکستان نظامیان باید هېڅکله بیا د افغانستان تجارت ته ستونزه جوړه نه کړي؛ دا یوه ښه خبره ده، ځکه افغانستان تل د سولې پلوی دی او غواړي له پاکستان سره هم ښې اړیکې ولري. اوس دا تصمیم د پاکستان د پوځ او استخباراتو په لاس کې دی چې آيا د خپلو ولس پرېکړو ته درناوی کوي که نه؟»      

که څه هم د دې جرکې په اړه اسلامي امارت او د پاکستان پوځي رژیم رسمي غبرګونونه نه دي ښودلي، خو سرچینو شمشاد ته تایید کړې چې ټاکل شوې د چین په اورمچې کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مذاکرات وشي.

دا چې پېښور کې د سولې جرګه او یا هم د چین په منځګړیتوب د سولې هڅې به روانه شخړه پای ته ورسوي او که نه، شنونکي یې بریا د پاکستان له نیت او سیاست سره تړلې بولي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي
افغانستان

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي
افغانستان

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist