Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/01

د کابل ښاروالۍ  له لوري د عامه پروژو پلي کولو په دوام، تازه د برکي څلورلارې هوايي او ځمکني دوو پلونو د جوړولو چارې تر ډېره پای ته رسېدلې دي.

د دې ادارې مسوولان وايي، په برکي څلورلارې کې یې تر ځمکې لاندې پله چارې له ۸۵ سلنو څخه زیاتې بشپړې کړې دي.

د مسوولانو په خبره،  د برکي په څلور لارې کې د دوو پلونو جوړولو ټولیز لګښت شاوخوا ۱.۵ میلیارد افغانۍ اټکل شوی. د دې پروژې تر ځمکې لاندې سړک شاوخوا ۴۷۰ متره اوږدوالی لري چې د جوړېدو چارې یې بشپړېدو ته نږدې شوې دي.

د کابل ښاروالۍ استازی دغه راز وايي، په دې څلور لارې کې تر ځمکې لاندې پل ترڅنګ د هوايي پله چارې هم په چټکۍ سره روانې دي چې  شاوخوا ۲۷۳ متره اوږدوالی لري او د نږدې ۵۰۰ میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت رغول کېږي.

د کابل ښاروالۍ استازی نعمت الله بارکزی وايي: « دا پل دوې اساسي برخې لري چې یوه یې د ځمکې په سر او بله یې ترځمکې لاندې ده. ترځمکې لاندې برخه یې ۴۷۰ متره اوږدوالی لري چې تر اوسه یې ۸۵ سلنه کارونه مخکې تللي او ډېر ژر به بشپړ شي. د ځمکې په سر برخه یې شاوخوا ۷۰۰ متره اوږدوالی لري چې پر ۴۴۰ پایو درېږي او دا مهال یې د جوړولو چارې روانې دي. د برکي پل ټولټال ۱.۵ میلیارده افغانۍ لګښت لري او چارې به یې په دوو کالو کې بشپړې شي. له ټولو ښاریانو غوښتنه کوو چې د دې پله تر بشپړېدو پورې له بدیلو لارو کار واخلي.»

په ورته مهال، موټر چلوونکي د دې ډول پروژو له تطبیق خوښ دي او وايي، دا کار د ګڼه‌ګوڼې، ټرافیکي پېښو او په ګڼ مېشتو سیمو کې د وخت ضایع کېدو مخنیوی کوي.

موټر چلوونکی مومن وايي: « که دا پلونه جوړ شي، د ښار ګڼه ګوڼه به ورسره کمه شي.»

یو بل موټر چلوونکی وايي: « دا کار به د ښار بیروبار وباسي او خلکو ته به فرصت برابر شي چې اسانه تګ راتګ وکړي. له حکومت غوښتنه کوم چې د پلونو جوړولو چارې چټکې کړي.»                       

د موټر چلوونکو ترڅنګ، کابل ښاریان هم دې د دې ډول پروژ هرکلی کوي او وايي، د هوايي پلونو په جوړېدو سره به ګڼه ګوڼه کمه او وکولی شي پر وخت خپلو ورځنیو چارو ته رسېدنه وکړي.

د کابل ښار اوسېدونکی صادق الله وايي: « پلونه ښه دي، سړکونه به ورسره فرصت دي. دلته ډېر مشکل لاس ګاډو جوړ کړی او ټولې لارې یې بندې کړې دي.»

د کابل ښار اوسېدونکی عبدالقاسم وايي: « د دې پلونو جوړول له کابل ښاریانو سره ډېره مرسته کوي، ځکه چې بیروبار وسره کمېږي او خلک به خپلو کارونو ته په لږ وخت کې رسېږي.»

له دې وړاندې کابل ښاروالۍ ویلي وو چې په ټول کابل کې د څه باندې ۸ میلیارده افغانیو په ارزښت بنسټیزې پروژې په پام کې لري.

د دوی په خبره، په دې پروژو کې د اصلي او فرعي سړکونو جوړول، د پلونو جوړول، د پلې‌لارو، تفریحي پارکونو او د ګرځنده پلورونکو لپاره د سوداګریزو مرکزونو جوړول شامل دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي
افغانستان

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي
افغانستان

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026
omid hospital
افغانستان

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه

مارچ 31, 2026
Afghans in Europe Launch Protests Against Military Regime Attacks on Afghanistan
افغانستان

اروپا مېشتو افغانانو پر افغانستان د پوځي رژيم بريدونو پر ضد اعتراضونه پيل کړل

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

کابل ښاروالي: د برکي څلورلارې هوايي پله چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

اپریل 1, 2026
مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

مرستندویه بنسټونه هغو کسانو سره مرستې زیاتوي چې د پوځي رژيم له بریدونو بېځایه شوي

اپریل 1, 2026
د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist