Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/01

د پېښو پر وړاندې مبارزې لپاره د چمتوالي ملي ادارې خبر ورکړی چې په هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو راوتو له امله ۱۴ هېوادوال شهیدان او له ۱۷ زیات  نور ټپیان شوي دي.

د دې ادارې وياند وايي، په ۲۵ ولایتونو کې تر دې مهاله د بارانونو، سېلابونو، غره ښوېیدنې او تندر غورځېدنې له امله ګڼ شمېر کورنیو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

همدارنګه، د کاپیسا امنیه قومندانۍ ویاند هم ویلي چې د وروستیو بارانونو او د ځمکې ښویېدلو له امله د دې ولایت د مرکز اړوند محمد عمرخېل په کلي کې یوه ښځه له خپلې کوچنۍ لور سره یوځای څاه ته لوېدلې ده.

 عبدالفتاح فایز  زیاته کړې، ماشومه د ځایي خلکو او امنیتي ځواکونو له خوا ژغورل شوې، خو مور یې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د پېښو پر وړاندې مبارزې لپاره د چمتوالي ملي ادارې وياند محمد یوسف حماد وايي: « په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کابل، کاپیسا، پروان، پنجشېر، دایکنډي، پکتیکا، خوست، لوګر، میدان وردګ، غزني، زابل، روزګان، هلمند، هرات، غور، بلخ، سمنګان، جوزجان، بدخشان، ننګرهار، لغمان او نورستان ولایتونو کې د بارانونو، سېلابونو، ځمک ښویېدنو او تندر غورځېدلو له امله ۱۴ تنه هېوادوال شهیدان او ۱۷ نور ژوبل شوي دي.»

د نوموړي په خبره، د وروستيو سېلابونو او ورښتونو له امله ۴۷۶ کورونه، ۱۴۲۳جرېبه کرنیزه ځمکه، ۲۳ د اوبو څاه ګانې تخريب او يو شمېر څاروي هم تلف شوي دي.

حماد زیاته کړې، د پېښو پر وړاندې مبارزې لپاره د چمتوالي ادارې زیانمنو کورنیو ته نغدي او غیر نغدي مرستې، خوراکي توکي او نورې مرستې استولې دي.

محمد یوسف حماد زیاتوي: « همدارنګه ۵۰ کورونه په بشپړ ډول او ۴۲۶ کورونه په نسبي ډول او ۱۶ بابه دوکانونه هم په بشپړ او نسبي ډول ویجاړ شوي دي. د یادونې وړ ده چې ۲۲ د اوبو شبکې او څاه ګان، ۱ زر ۴۲۳ جریبه کرنیزې ځمکې، ۱۱۵ ونې او باغونه او ۲۱ تختې سولرونه هم ویجاړ شوي دي. په ټولیز ډول ۶۰۳ کورنۍ د دغو پېښو له امله زیانمنې شوې دي.»

له بلې خوا، د کډوالۍ نړيوال سازمان وايي، افغانستان کې وروستيو بارانونو او سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي او یاد سازمان زیاتوي چې د دوی ټیمونه په اغېزمنو سیمو کې د خلکو اړتیاوې ارزوي او بېړنۍ مرستې ورته برابروي.

ياد سازمان پر اېکس پاڼه ليکلي، د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې بارانونو او سېلابونو د خلکو کورونو او زېربناوو ته زیانونه اړولي دي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې رییس وايي، د وري میاشتې له ۱۲ تر ۱۵نېټې پورې د هېواد په یو شمېر سیمو کې ورښتونه، سېلابونه، تندرونه او تېز بادونه دوام ولري.  

محمد نسیم مرادي دغه راز وايي: « د هېواد په لوېدیځو، سوېل لوېدیځو، ختیځو، شمال ختیځو  او مرکزي ولایتونو کې د ۱۴۰۵ لمریز کال د وري په ۱۴ مه د شدیدو ورښتونو اټکل شوی. دا ورښتونه به د وري میاشتې تر ۱۵ نېټې ادامه ولري.»

له دې سره، پنجشېر، تخار او سمنګان ولایتونو کې تړل شوې لارې  بېرته پرانستل شوې. د مسوولینو په خبره، د تخار ولایت د نمک‌آب ولسوالۍ لاره او د سمنګان ولایت د خُرم– سارباغ لاره چې د پرله ‌پسې بارانونو او سېلابونو د را وتلو له امله د ټرافیکو پر مخ تړل شوې وه، د ټولګټو وزارت د ولایتي ټیمونو د شپه‌او ورځ هڅو په پایله کې پاک او بېرته د تګ راتګ پر مخ پرانستل شوې دي.

مسوولین دغه راز وايي، د روی دوآب ولسوالۍ لار د ملاعلي پل په سیمه کې تر دا مهاله پورې د تګ راتګ پر مخ تړلې او د ترمیم او بیا پرانستلو لپاره هڅې روانې دي.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وايي: « د ټولګټو وزارت ولایتي ټیمونه د لویو لارو او سړکونو د بېلابېلو برخو په ترمیم او پاک‌کارۍ باندې بوخت دي او بشپړ چمتوالی لري چې د لارو تړل کېدو په صورت کې دغه لارې  بېرته خلاصې کړي.»

په داسې حال کې ده چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې له زیانمنو هېوادونوڅخه ګڼل کېږي او د دې ډول پېښو تکرار ښيي چې د مخنیوي تدابیرو او له سمې پلان جوړونې پرته به د ځاني او مالي زیانونو خطر پر خپل ځای وي.

د اقتصادي چارو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د طبیعي پېښو له ډلې د سېلابونو زیاتېدو په صورت کې اړتیا ده چې د چمتوالي کچه لوړه، سرچینې ښې مدیریت او کلکې زیربناوې جوړې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی
افغانستان

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026
omid hospital
افغانستان

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه

مارچ 31, 2026
Afghans in Europe Launch Protests Against Military Regime Attacks on Afghanistan
افغانستان

اروپا مېشتو افغانانو پر افغانستان د پوځي رژيم بريدونو پر ضد اعتراضونه پيل کړل

مارچ 31, 2026
ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي
افغانستان

ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي

مارچ 31, 2026
د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي
افغانستان

د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي

مارچ 31, 2026

وروستي خبرونه

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

د امریکا ولسمشر: که ایران سره خبرې بریالۍ نه شي، د انرژۍ تاسیسات یې له منځه وړم

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026
د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

د بشري حقونو عالي شورا د افغان ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو دوام زیان اړوونکی بللی

اپریل 1, 2026
ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

ورښتونو او سېلابونو بیا هم خلکو ته مرګ ژوبله او زیانونه اړولي

اپریل 1, 2026
افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026
omid hospital

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه

مارچ 31, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist