د جلالاباد ښار اوسېدونکي وايي، د بارانونو پرمهال د ښار په بېلابېلو سیمو کې اوبه ډنډیږي او بیا د منظم کانالیزاسیون نه شتوالي له امله د خلکو کورونو او هټیو ته ننوځي چې نه یوازې تګ راتګ ستونزمنوي بلکې خلکو ته زیات مالي زیانونه هم اړوي.
ښاریان له اړوند مسوولینو غواړي چې د ښار لپاره منظم او معیاري کانالیزاسیون جوړ کړي، تر څو د باراني اوبو ستونزه په اساسي ډول حل شي.
د جلال اباد ښار اوسېدونکی خانزاده وايي: « که تاسو پرونۍ باران او له امله یې ګډوډۍ لیدلې وای، د انسانانو د ګرځېدو هېڅ امکان نه و. کله چې ننګرهار کې باراني موسم راشي، نو د تګ راتګ لارې هم بندې شي.»
د جلال اباد ښار اوسېدونکی رحمت الله وايي: « د مخابراتو چوک، تالاشۍچوک، پښتونستان واټ او نورو ځایونو کې اوبه ډنډې ولاړې وې، خلک د موټرو په ټایرونو له سړکونو تېرېدل.»
ښاریان دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تازه د جلال اباد ښاروالۍ د همدغو ستونزو د حل په موخه د ښار په بېلابېلو سیمو کې د کانکرېټي ویالو جوړولو چارې پیل کړې.
مسولین وایي، د دغو ویالو په جوړېدو سره به د باران اوبه منظمې او مناسب ځای ته ولېږدول شي.
د جلال اباد ښاروالۍ د تخنیکي او سکټوري چارو رییس وحید الله مخلص وايي: « دا پروژه له مخابراتو چوک څخه پيل تر بهسودو پل پورې ده. همدارنګه بل پروژه له پوهنتون څخه پيل او تر قالینو کوڅې پورې غځېږي. د لومړۍ پروژې اوږدوالی ۱۶۰۰ متره او د بلې ۱۲۰۰ متره دی. پر دغو پروژو ۴۳ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او د ښاروالۍ له بودیجې ورکول کېږي.»
مسوولین زیاتوي، د دې پروژې له بشپړېدو وروسته به دوکانداران د ښاروالۍ له نقشې سره سم، د خپلو هټیو مخې ته پلې لارې هم جوړوي چې ورسره به د باراني اوبو لپاره منظم مسیر رامنځته شي.
د جلال اباد ښاروال بسم الله بلال وايي: « راتلونکي کې به هر مارکېټ او دوکاندار د خپلو دوکانونو مخ د ښاروالۍ له نقشې سره سم جوړه کړي. موږ اوس ځکه دا کار نه پيلوو چې اوس د کانکرېټي ویالو جوړولو کار روان دی. کله چې دا ویالې جوړې شوې، بیا به پلې لارې هم د ښاروالۍ له نقشې سره سم جوړې شي.»
جلالاباد ښار له کلونو راهیسې د کانالیزاسیون د منظم سیسټم له نه لرو سره مخ دی. دغه چاره د دې لامل شوی چې د بارانونو پرمهال د اوبو ډندیډل په یوه جدي ستونزه بدل شي.
د ښاریانو په خبره، که څه هم ښاروالي وخت ناوخت د ویالو او سړکونو د پاکولوکارونه ترسره کوي، خو دا اقدامات کافي نه دي او لا هم ډېرې سیمې له ورته ستونزو سره مخ دي.