Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
Trump: Iran’s ruling regime has collapsed, talks ongoing with remaining factions

WASHINGTON, DC - OCTOBER 16: U.S. President Donald Trump answers questions from reporters during an event in the Oval Office of the White House on October 16, 2025 in Washington, DC. Trump outlined plans to expand vitro fertilization (IVF) access by encouraging workplace benefits to include access to IVF and infertility coverage. Kevin Dietsch/Getty Images/AFP (Photo by Kevin Dietsch / GETTY IMAGES NORTH AMERICA / Getty Images via AFP)

ټرمپ: د ایران واکمن نظام پرځېدلی، له پاتې جهتونو سره خبرې کوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/31

په داسې حال کې چې جګړه په ټول شدت روانه ده او دواړه خواوې یو پر بل بریدونه کوي، د امریکا ولسمشر ادعا کړې چې په ایران کې یې واکمن نظام پرځولی.

ډونالډ ټرمپ د تېرو څرګندونو خلاف چې ویل یې، په ایران کې د رژیم نسکورولو په لټه کې نه دی، دا ځل له خبریالانو سره په خبرو کې د رژیم له منځه وړل مهم یاد کړي او د ایران مذهبي مشر له منځه وړل او پر جګړې سربېره یې د مذاکراتو احتمال په اټوماتیکه توګه د رژیم له منځه تلو په مانا بللی.

ټرمپ ویلي، باور لري چې مقابل لوري سره معاملې ته رسېدلی خو دا امکان هم نه ردوي چې مذاکرات او خبرې به هېڅ ترسره نه شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي: « زه فکر کوم او په دې باور یم چې موږ له هغوی سره معاملې ته رسېدلي یو؛ خو دا هم ممکنه ده چې دا څه ترسره نه شي. په ایران کې وار دمخه رژیم بدل شوی؛ ځکه د رژیم ډېره برخه نړېدلې او له منځه تللې، هغوی ټول مړه شوي دي. دویم رژیم هم نږدې ټول له منځه تللی، خو له درېیم رژیم سره موږ له داسې کسانو سره پر خبرو بوخت یو چې په تېر کې مو هېڅکله ورسره خبرې نه دي کړې.»

نوموړي له فایننشل ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې زیاته کړې، کولی شي د ایران د تېلو ټولې زېرمې په لاس کې واخلي او ان د خارک ټاپو هم ونیسي.

د ټرمپ دې خبرې هغه احتمال هم پر واقعیت بدلېدو ته نږدې کړی چې ویل کېږي امریکا له څو ورځو راهیسې پر ایران ځمکني برید ته چمتووالی نیسي.

په داسې حال کې چې د هوايي ځواکونه شاوخوا دوه زره سرتېري یې د پنټاګون په امر وار دمخه منځني ختیځ ته رسېدلي.

ایراني لوري امریکا له دې هېواد سره پر دوه مخي سیاست کولو تورنه کړې. د دوی په خبره، امریکا له یوې خوا د مذاکراتو او ډیالوګ خبرې کوي، خو له بلې خوا بیا پر ایران د ځمکني برید پلان ترتیبوي.

د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف دې ګواښ ته په غبرګون کې ویلي، ایراني پوځ د امریکايي ځواکونو په تمه دی، ترڅو هغوی او سیمه‌ییزو ملاتړو ته یې بې ساری او غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.

قالیباف زیاته کړې: « دښمن که له یوې خوا له ورایه د مذاکراتو او ډیالوګ خبره کوي، له بلې خوا په پټه او د پردې تر شا د ځمکې له لارې د برید په پلان جوړولو بوخت دي.»

بله خوا، د روانې جګړې درولو او د مذاکراتو د پیل په موخه په پاکستان کې د ترکیې، سعودي عربستان او مصر د بهرنیو چارو وزیرانو ګډه څلور اړخیزه ناسته هم يک‌شنبه د شپې پای ته ورسېده. په دې ناسته کې پر دایمي اوربند، د جګړې پر زیانونو او پایلو او د ښکېلو لورو ترمنځ د خبرو او مذاکراتو پر پیل همغږي ښودل شوې.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت دا ناسته ګټوره بللې او د وضعیت پر کنټرولېدو یې ټینګار کړی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي: « بهرنیو چارو وزيرانو په یوه خوله پر دې ټینګار وکړ چې وضعیت کنټرول کړي، د پوځي ښکېلتیا د پراخېدو مخنیوی وکړي او د ښکېلو خواوو ترمنځ ډیالوګ او مذاکراتو ته وړ فضا رامنځته کړي.»

دا داسې مهال ده چې امریکا او اسراییل تازه په ګډه د ایران د برېښنا پر تاسیساتو بریدونه کړي چې له امله یې د پلازمېنې تهران او ګڼو نورو برخو برېښنا پرې شوې. ایران يې بیا په ځواب کې پر کوېټ او سعودي عربستان کې د امریکا پر اهدافو توغندیز بریدونه کړي.

د فبرورۍ په ۲۸مه د روانې جګړې له پیلېدو سره سم د بریدونو له کبله د ایراني لوري د مرګ ژوبلې رسمي ارقام نږدې ۳۰ زرو تنو ته رسېدلی.

په داسې حال کې چې امریکا په دې جګړه کې د ۱۳پوځیانو د وژل کېدو او د شاوخوا ۲۰۰ تنو د ټپي کېدو خبر تایید کړی او اسراییلو ته هم ګڼ ځاني تلفات اوښتي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د یمن حوثیان هم د ایران، امریکا او اسراییلو پر جګړه ورګډ شول
نړۍ

د یمن حوثیان هم د ایران، امریکا او اسراییلو پر جګړه ورګډ شول

مارچ 30, 2026
Millions of Americans take to the streets against Trump’s policies and wars
نړۍ

میلیونونه امریکایان د ټرمپ سیاستونو او جګړو په ضد واټونو ته راوتلي

مارچ 30, 2026
منځني ختیځ کې د کړکېچ دوام؛ د هر بېرل خامو نفتو بیه بیاځل له ۱۰۰ ډالرو واوښته
نړۍ

منځني ختیځ کې د کړکېچ دوام؛ د هر بېرل خامو نفتو بیه بیاځل له ۱۰۰ ډالرو واوښته

مارچ 25, 2026
د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري
نړۍ

د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

مارچ 24, 2026
د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه
نړۍ

د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

مارچ 24, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري
نړۍ

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026
د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه

مارچ 31, 2026
Afghans in Europe Launch Protests Against Military Regime Attacks on Afghanistan

اروپا مېشتو افغانانو پر افغانستان د پوځي رژيم بريدونو پر ضد اعتراضونه پيل کړل

مارچ 31, 2026
Trump: Iran’s ruling regime has collapsed, talks ongoing with remaining factions

ټرمپ: د ایران واکمن نظام پرځېدلی، له پاتې جهتونو سره خبرې کوو

مارچ 31, 2026
ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي

ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي

مارچ 31, 2026
د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي

د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي

مارچ 31, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist