Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
وروستي ورښتونه د آباد کال له زېري، مرګ ژوبلې او ویجاړیو سره مل وو

وروستي ورښتونه د آباد کال له زېري، مرګ ژوبلې او ویجاړیو سره مل وو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/31

د پېښو پر وړاندې مبارزې لپاره د چمتووالي ملي ادارې خبر ورکړی چې په هېواد کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو راوتو له امله ۲۸ تنه هېوادوال شهیدان او ۴۹ نور ټپیان شوي دي.

د دې ادارې وياند وايي، له تېرې پنجشنبې راهیسې په ۲۴ ولایتونو کې تر اوسه د بارانونو، سېلابونو، غر ښوېیدنو او تندر لوېدنو له امله ګڼ شمېر کورنیو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

محمد یوسف حماد زیاتوي: « د وري میاشتې له شپږمې نېټې تر اوسه په کابل، کاپیسا، پروان، پنجشیر، بامیان، دایکنډي، پکتیا، پکتیکا، لوګر، زابل، کندهار، هلمند، هرات، غور، بلخ، بادغیس، سمنګان، سرپل، بغلان، تخار، جوزجان، فاریاب، بدخشان، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د بارانونو، سېلابونو، غر ښوېیدنې او تندر غورځېدو له امله ۲۸ تنه شهیدان او ۴۹ تنه ژوبل شوي دي.»

د نوموړي په خبره، د وروستيو سېلابونو او ورښتونو له امله ۵۶۸ کورونه، ۹۳ کیلومتره سړک، ۲۹۰۰ جرېبه کرنیزه ځمکه، ۱۰ هټۍ، ۵۲ د اوبو څاګانې تخريب او يو شمېر څاروي هم تلف شوي دي.

حماد زياتوي، د پېښو پر وړاندې مبارزې لپاره د چمتووالي ملي ادارې په لارښوونه به زيانمنو شویو هېوادوالو ته بېړنۍ مرستې ورسېږي.

محمد یوسف حماد په دې اړه وايي: « همدارنګه ۱۳۰ استوګنیز کورونه په بشپړ ډول، ۴۳۸ په نیمه ډول او ۱۰ بابه دوکانونه هم څه ناڅه ویجاړ شوي دي. د دې ترڅنګ، ۲۴ د اوبو څاه ګانې، ۹۳ کیلومټره سړکونه، ۳۰ د اوبو شبکې، ۲ زره ۹۰۱ جریبه کرنیزه ځمکه، ۱ زر ۹۳۸ ونې چپه او ۲۴۴ څاروي تلف شوي دي. په ټولیز ډول ۱ زر ۱۳۰ کورنۍ د دغو پېښو له امله زیانمنې شوې دي.»

د اوبو او انرژۍ وزارت بیا وایي، د وروستیو ورښتونو له امله د هېواد په بېلابېلو سیمو کې یو شمېر بندونه له اوبو ډک شوي دي.

د دې وزارت په خبره، په هرات کې د پاشدان بند، غزني کې د سلطان بند او کابل کې د شاه او عروس او قرغې بندونه له اوبو ډک شوي دي.

وزارت زیاتوي، د بندونو د اوبو کچې لوړېدل له یوې خوا د هېواد د اوبو د مدیریت وضعیت ښه‌والي ښکارندویي کوي او له بلې خوا د کرنې سکټور د پیاوړتیا لامل ګرځي.

د اوبو او چاپیریالي چارو کارپوه نجیب‌الله سدید وايي: « د اوبو د مدیریت په اړه باید ډېر کارونه وشي. باید بندونه، چک ډیمونه او کانالونه جوړ شي او له سېلابونو څخه د خلکو او استوګنیزو سیمو د ساتنې لپاره تاسیسات جوړ شي. دا ډول کولی شي د ورښتونو پر وړاندې د ټولنو زیانمتوب کچه راټیټه کړي. زه فکر کوم د کليو په کچه د اوبو مدیریت هم کولی شي خلک د سېلابونو له زیانونو خوندي کړي. که اوبه سمې مدیریت شي، له یوې خوا به د اوبه خور لپاره اوبه ولرو او له بلې خوا به ترځمکې لاندې اوبو زېرمې هم ډکې شي.»

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان هم ویلي چې په افغانستان کې د څلورمې پرله‌پسې اوونۍ لپاره د ورښتونو وړاندوېینه شوې.

یاد سازمان زياته کړې، وروستیو بارانونو په ډېرو سیمو کې د خاورې رطوبت زیات کړی او دا د للمي کښت لپاره ګټور بلل کېږي؛ ځکه چې د کرنیزو حاصلاتو پر ودې او زیاتوالي مثبت اغېز لري.

له دې ټولو سره، د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې دوشنبه او سې‌شنبه هم په ډېرو ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو راتلو اټکل کړی.

همدارنګه، د هوا پېژندنې نړیوالو ادارو اټکل هم څرګندوي چې روانه اوونۍ او راتلوونکې اوونۍ به د هېواد په ډېرو برخو کې ورښتونه  ادامه  ولري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل
افغانستان

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026
د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه
افغانستان

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه

مارچ 31, 2026
Afghans in Europe Launch Protests Against Military Regime Attacks on Afghanistan
افغانستان

اروپا مېشتو افغانانو پر افغانستان د پوځي رژيم بريدونو پر ضد اعتراضونه پيل کړل

مارچ 31, 2026
ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي
افغانستان

ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي

مارچ 31, 2026
د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي
افغانستان

د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي

مارچ 31, 2026
Arrests and Harassment of Afghan Refugees Intensify in Pakistan and Khyber Pakhtunkhwa
افغانستان

پاکستان او خیبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو نیولو او ځورولو لړۍ چټکه شوې

مارچ 30, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

افغانستان او ازبېکستان د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل

مارچ 31, 2026
د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د پوځي رژیم بریدونو کې د عامو افغانانو مرګ ژوبله تایید کړه

مارچ 31, 2026
Afghans in Europe Launch Protests Against Military Regime Attacks on Afghanistan

اروپا مېشتو افغانانو پر افغانستان د پوځي رژيم بريدونو پر ضد اعتراضونه پيل کړل

مارچ 31, 2026
Trump: Iran’s ruling regime has collapsed, talks ongoing with remaining factions

ټرمپ: د ایران واکمن نظام پرځېدلی، له پاتې جهتونو سره خبرې کوو

مارچ 31, 2026
ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي

ریچارډ بېنېت: ملګري ملتونه افغانستان کې د پوځي رژیم د بریدونو څېړنې څارنه کوي

مارچ 31, 2026
د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي

د پوځي رژيم ملېشو بیاځل کونړ کې د عامو خلکو کورونه او بازارونه په نښه کړي

مارچ 31, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist