Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
Arrests and Harassment of Afghan Refugees Intensify in Pakistan and Khyber Pakhtunkhwa

پاکستان او خیبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو نیولو او ځورولو لړۍ چټکه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/30

د پاکستان پوځي رژیم په افغانستان کې پر ملکي وګړو خونړیو بریدونو سربېره په خپله خاوره او تر خپل حاکمیت لاندې سیمو کې هم افغانان له جدي ستونزو او ځورونو سره مخ کړي.

 

په پاکستان او خیبرپښتونخوا کې مېشت افغانان وايي، یاد رژیم لا هم د افغانانو د نیولو، ځورونو او له کاروبار څخه د منع کولو هڅې جاري ساتلې دي.

 

د افغان کډوالو ترڅنګ د بشري حقونو نړیوالو مدافع سازمانونو او بنسټونو هم په کراتو له افغان کډوالو سره د پاکستاني رژیم روان چلن غندلی او د هغوی پر ناوړه وضعیت یې اندېښنه ښودلې. 

 

مدافعان وايي، د پاکستان پوځي رژیم افغان کډوال په سیاسي، امنیتي او ورته نور مسایلو کې د ښکېلتیا په تور ځوروي او یا یې د اوږدې مودې لپاره زنداني کوي چې په خبره يې دا څه د کډوالۍ له نړیوالو نورمونو سره په بشپړ مخالفت کې دي.

 

د کډوالو حقونو مدافع نظر محمد نظري وايي: « په پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزه یوه داسې ساده مسئله نه ده چې په بېړنۍ پرېکړې سره حل شي، بلکې دا د سیاسي مسایلو، امنیتي اندېښنو او مهاجرتي ننګونو په څېر بېلابېلو عواملو پایله ده. له همدې امله د دې ستونزې حل یوې هر اړخیزې تګلارې ته اړتیا لري. د دې وضعیت د پای ته رسولو لپاره د افغانستان، پاکستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ همکاري ډېره مهمه ده.»

 

ځينې نور مدافعان بیا په دې باور دي چې د پاکستان پوځي رژیم د افغان کډوالو  د بنسټیزو حقونو ورکولو ته ژمن نه دی او له همدې چارې پر کابل د سياسي فشار په توګه کار اخلي.

 

د کډوالو حقونو مدافع عبدالرزاق عديل وايي: « د وضعیت تحلیل څرګندوي چې له افغان کډوالو سره د پاکستان اوسنی چلن له اداري مدیریت څخه د سیاسي او امنیتي ګټه اخستنې د یوې وسیلې بڼې ته اوښتی. د پاکستان اوسنی تګلاره نه یوازې د اسلام او ګاونډیتوب له اصولو سره ټکر لري بلکې د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې له ۹ او ۱۴ مادو څخه ښکاره سرغړونه هم ده. د دغو مادو له مخې، هېڅوک نه شي کولی کډوال په خپلسرې توګه ونیسي او عادلانه محاکمې ته یې له لاسرسي بې برخې کړي. مهاجر مجرم نه دی او نه باید له هغه سره قضايي چلن وشي. د دې ناورین د حل لپاره اړتیا ده چې د پاکستان اوسنی دولت  د کډوالو په تړاو د خپلو امنیتي اندېښنو او بشري اخلاقي ژمنو ترمنځ تفکیک وکړي.»

 

بله خوا، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت تېره اوونۍ ویلي چې د پاکستان له بندخونو څخه ۴۲۶ افغان کډوال د دوه میاشتني زاندان له تېرولو وروسته خوشي او د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه کړای شوي دي.

 

دغه راز، د پاکستان پوځي رژیم سره تر جګړو وروسته د وري میاشتې په ۶مه د تورخم لاره هم یوازې د راستنېدونکو پرمخ پرانستل شوه، خو ترڅو ساعتونو خلاصېدو وروسته په هماغه ورځ بېرته د پاکستان له لوري وتړل شوه چې لا تر اوسه یې د بېرته خلاصېدو په اړه هېڅ معلومات نه شته.

خپور یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پښتونخوا کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې جرګه جوړېږي
افغانستان

پښتونخوا کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې جرګه جوړېږي

مارچ 30, 2026
متقي: پاکستان سره د ستونزو سوله ییز حل ته لومړیتوب ورکوو، خو د خاورې دفاع مو حق دی
افغانستان

متقي: پاکستان سره د ستونزو سوله ییز حل ته لومړیتوب ورکوو، خو د خاورې دفاع مو حق دی

مارچ 30, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

مارچ 30, 2026
ایران: د امریکا او اسراییلو بریدونو کې د یوې افغانې کورنۍ شپږ غړي شهیدان شوي
افغانستان

ایران: د امریکا او اسراییلو بریدونو کې د یوې افغانې کورنۍ شپږ غړي شهیدان شوي

مارچ 30, 2026
له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې
افغانستان

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې

مارچ 29, 2026
کابلوف: د روسیې او افغانستان ترمنځ هېڅ ډول مخالفت شتون نه لري
افغانستان

کابلوف: د افغان کارګرو جذب په اړه اسلامي امارت سره خبرې روانې دي

مارچ 29, 2026

وروستي خبرونه

Arrests and Harassment of Afghan Refugees Intensify in Pakistan and Khyber Pakhtunkhwa

پاکستان او خیبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو نیولو او ځورولو لړۍ چټکه شوې

مارچ 30, 2026
پښتونخوا کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې جرګه جوړېږي

پښتونخوا کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې جرګه جوړېږي

مارچ 30, 2026
د یمن حوثیان هم د ایران، امریکا او اسراییلو پر جګړه ورګډ شول

د یمن حوثیان هم د ایران، امریکا او اسراییلو پر جګړه ورګډ شول

مارچ 30, 2026
Millions of Americans take to the streets against Trump’s policies and wars

میلیونونه امریکایان د ټرمپ سیاستونو او جګړو په ضد واټونو ته راوتلي

مارچ 30, 2026
متقي: پاکستان سره د ستونزو سوله ییز حل ته لومړیتوب ورکوو، خو د خاورې دفاع مو حق دی

متقي: پاکستان سره د ستونزو سوله ییز حل ته لومړیتوب ورکوو، خو د خاورې دفاع مو حق دی

مارچ 30, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

مارچ 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist