Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متقي: پاکستان سره د ستونزو سوله ییز حل ته لومړیتوب ورکوو، خو د خاورې دفاع مو حق دی

متقي: پاکستان سره د ستونزو سوله ییز حل ته لومړیتوب ورکوو، خو د خاورې دفاع مو حق دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/30

بهرنیو چارو وزیر د متحده عربي اماراتو د لومړي وزیر له مرستیال او بهرنیو چارو وزیر سره په ټلفوني خبرو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر روان وضیعت او همدا راز د سیمې د امنیتي حالت په اړه ټیليفوني خبرې کړې.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، امیرخان متقي په دې ټیلفوني تماس کې ویلي چې افغانستان د یوه ګاونډي په توګه غواړي له پاکستان سره ستونزه د خبرو او تفاهم له لارې حل کړي او چا ته اجازه نه ورکوي چې افغان خاوره د پاکستان پر وړاندې وکاروي چې د نوموړي په خبره، په دې برخه کې جدي اقدامات هم شوي دي.

متقي دغه راز ویلي، د پاکستان پر وړاندې د افغانستان ټول اقدامات دفاعي وو او د تېري په صورت کې د مشروع فاع حق لري.

د بهرنیوچارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وايي: « مولوي امير خان متقي همداراز د افغانستان او پاکستان د وضعيت په اړه وويل، افغانستان د ګاونډي په توګه غواړي چې له پاکستان سره ستونزې د خبرو او تفاهم له لارې حل کړي او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان په خلاف وکاروي او په دې برخه کې جدي اقدامات هم شوي دي. د بهرنيو چارو وزير زياته کړه چې د پاکستان په وړاندې د افغانستان ټول پوځي اقدامات دفاعي وو او د تېري په صورت کې د ځان لپاره د مشروع دفاع حق خوندي بولي.»

د متحده عربي اماراتو د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر عبدالله بن زاید ال نهیان بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان وضیعت او جګړه د هېڅ لوري په ګټه نه ده بللې او ټينګار يې کړی چې هېواد به یې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ستونزې حل په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د متحده عربي امارات بهرنیو چارو وزیر ویلي: « د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان تاوتریخوالی د هېڅ لوري په ګټه نه دی او موږ به د ستونزې حل په برخه کې خپلې هڅې دوامداره وساتو.»

نوموړي بیا په ورته مهال له خپل پاکستاني سیال اسحاق ډار سره هم پر ټیلفون غږېدلی او پاکستاني لوري په داسې حال کې په سیمه کې د امنیت پر ټینګښت ټينګار او په عربي هېوادونو یې د ایران بریدونه غندلي چې پاکستان له تېرو څو میاشتو راهیسې پر افغانستان بریدونه کوي، عامه تاسسات او عام افغانان په نښه کوي.

شنونکي بیا وايي، د متحده عربي اماراتو ترڅنګ سعودي عربستان، چین او روسیه کولی شي د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزه په اسانۍ سره حل کړي.

دوی زیاتوي، دا ټولو ته جوته ده چې د افغانستان خاوره د نورو پر وړاندې نه ده کارول شوې او له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او د خبرو له لارې د ستونزو پر حل باور لري.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « متحده عربي امارت او د سیمې نور بانفوذه هېوادونه لکه سعودي عربستان، چین او روسیه کولی شي په دې معضله کې مثبت رول ولوبوي. د افغانستان خاوره هېڅکله د بل هېواد پر وړاندې نه ده کارول شوې او نه هم دا اجازه ورکول کېږي. زما نظر دا دی چې باید د سیمې د ټولو هېوادونو ترمنځ دایمي ثبات موجود وي.»

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د متحده عربي اماراتو له بهرنیو چارو وزیر سره په تیلفوني خبرو کې په منځني ختیځ کې د جګړې پر پراختیا هم اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده چې پر ایران د اسراییلو او امریکا برید د ټولې سیمې امنیت له ګواښ سره مخ کړی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان او خیبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو نیولو او ځورولو لړۍ چټکه شوې
افغانستان

پاکستان او خیبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو نیولو او ځورولو لړۍ چټکه شوې

مارچ 30, 2026
پښتونخوا کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې جرګه جوړېږي
افغانستان

پښتونخوا کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې جرګه جوړېږي

مارچ 30, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

مارچ 30, 2026
ایران: د امریکا او اسراییلو بریدونو کې د یوې افغانې کورنۍ شپږ غړي شهیدان شوي
افغانستان

ایران: د امریکا او اسراییلو بریدونو کې د یوې افغانې کورنۍ شپږ غړي شهیدان شوي

مارچ 30, 2026
له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې
افغانستان

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې

مارچ 29, 2026
کابلوف: د روسیې او افغانستان ترمنځ هېڅ ډول مخالفت شتون نه لري
افغانستان

کابلوف: د افغان کارګرو جذب په اړه اسلامي امارت سره خبرې روانې دي

مارچ 29, 2026

وروستي خبرونه

پاکستان او خیبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو نیولو او ځورولو لړۍ چټکه شوې

پاکستان او خیبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو نیولو او ځورولو لړۍ چټکه شوې

مارچ 30, 2026
پښتونخوا کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې جرګه جوړېږي

پښتونخوا کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې جرګه جوړېږي

مارچ 30, 2026
د یمن حوثیان هم د ایران، امریکا او اسراییلو پر جګړه ورګډ شول

د یمن حوثیان هم د ایران، امریکا او اسراییلو پر جګړه ورګډ شول

مارچ 30, 2026
Millions of Americans take to the streets against Trump’s policies and wars

میلیونونه امریکایان د ټرمپ سیاستونو او جګړو په ضد واټونو ته راوتلي

مارچ 30, 2026
متقي: پاکستان سره د ستونزو سوله ییز حل ته لومړیتوب ورکوو، خو د خاورې دفاع مو حق دی

متقي: پاکستان سره د ستونزو سوله ییز حل ته لومړیتوب ورکوو، خو د خاورې دفاع مو حق دی

مارچ 30, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

مارچ 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist