Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د یمن حوثیان هم د ایران، امریکا او اسراییلو پر جګړه ورګډ شول

د یمن حوثیان هم د ایران، امریکا او اسراییلو پر جګړه ورګډ شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/30

که څه هم له ایران سره د امریکا او اسراییلو د جګړې میاشت پوره شوه، خو لا هم د جګړې د لمنې راټولېدو نښې نه ‌ښکاري.

په دې جګړه کې د دواړو خواوو له خوا په تازه بریدونو کې د یمن حوثیان هم د ایران په پلوۍ د جګړې ډګر ته ننوتل.

په یمن کې حوثي مسوولینو تایید کړې چې له ایران سره د امریکا او اسراییلو د جګړې له پیل راهیسې یې د لومړي ځل لپاره د ايران په پلوۍ پر اسراییلو برید کړی.

د حوثیانو ویاند ویلي، د ایران، لبنان، عراق او فلسطیني سیمو په نښه کولو غبرګون کې یې د اسراییلو حساس پوځي تاسیسات په څو بالېسټیک توغندیو ویشتلي.

د يمن حوثیانو ویاند یحیی سرېع ویلي: « د کروز توغندیو او بې ‌پیلوټه الوتکو یو لړ بریدونه مو کړي چې هدف یې د اسراییلو څو مهم پوځي مرکزونه وو. دا بریدونه خورا بریالي وو او خپل هدفونه مو ترلاسه کړل. تر هغې چې دښمن خپل بریدونه او تېری بند نه کړي، په راتلونکو ورځو کې به نور بریدونه هم ترسره شي.»

د یمن حوثیان دغه‌راز وایي، عملیات به یې تر هغه وخته دوام ومومي چې په ټولو جبهو کې تېری پای ته ورسېږي. یو شمېر نړیوالو رسنیو لیکلي، د امریکا- اسراییلو او ایران جګړه کې د حوثیانو ورګډېدل به د امریکا پر وړاندې یوه نوې جبهه پرانیزي.

د شنونکو په باور، د امریکا-اسراییلو او ایران جګړه کې د حوثيانو ورګډېدل دا خطر لري چې سره سمندر ته نږدې یوه نوې جګړييزه جبهه پرانستل شي.

پخوانی ډېپلوماټ عزیز معارج وايي: « د ایران، امریکا او اسراییلو جګړه به ادامه ولري، ځکه دا له وړاندې پلان شوې جګړه ده او له دې سره به نړۍ او ځانګړې توګه خلیج کې ځینې تغییرات هم راشي. همدارنګه دا جګړه به د نړۍ په اقتصاد او د نفتو په قوانینو کې هم تغییرات راولي. زما نظر دا دی چې کرار کرار به د ترکیې او عربي هېوادونو او اروپايي ټولنې په ګډون ځینې نور هېوادونه هم ورګډ شي.»

له بلې خوا، د یمن حکومت چې نړیوال رسميت لري، ایران یې تورن کړی چې هېواد یې په شخړو کې ښکېلوي او هغه څه يې غندلي چې د دې حکومت په خبره، ايران غواړي یمن او د منځني ختیځ نور هېوادونه د خپلو وسله‌والو ملېشو په وسيله جګړې ته راکاږي.

په ورته مهال، واشنګټن پوسټ راپور ورکړی چې د امریکا جنګ وزارت «پنټاګون» په ایران کې د څو اوونیو لپاره د ځمکنیو عملیاتو ترسره کولو ته چمتوالی نیسي. راپور کاږي، لا هم روښانه نه ده چې ډونالډ ټرمپ به دا عملیات منظور کړي که نه.

ورځپاڼې لیکلي: « د امریکا دفاع وزارت په ایران کې د څو اوونیو لپاره داسې پلان په پام کې لري او یا چمتو دي چې هلته ځمکني عملیات ترسره کړي. د دې عملیاتو لپاره زرګونه سمندري سرتېري منځني ختیځ ته رسېدلي او دا څه د جګړې خطرناک حالت انځوروي، خو دا لا روښانه نه‌ده چې د ځمکنیو عملیاتو په اړه به ډونالډ ټرمپ منظوري ورکړې او که نه.»

د منځني ختیځ په جګړه کې د حوثيانو ورګډېدل له هرمز تنګي سربېره، اوس سره بحیره کې د باب المندب تنګي تړل کېدو اندېښنې هم زیاتې کړې دي. ایران له دې وړندې هرمز تنګي څخه پر تېرېدونکو ټانکرونو بریدونه کړي او یوازې هغو بېړیو ته د تېرېدو اجازه ورکوي چې د ایران په خبره، په دښمن هېوادونو پورې اړه نه لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

Millions of Americans take to the streets against Trump’s policies and wars
نړۍ

میلیونونه امریکایان د ټرمپ سیاستونو او جګړو په ضد واټونو ته راوتلي

مارچ 30, 2026
منځني ختیځ کې د کړکېچ دوام؛ د هر بېرل خامو نفتو بیه بیاځل له ۱۰۰ ډالرو واوښته
نړۍ

منځني ختیځ کې د کړکېچ دوام؛ د هر بېرل خامو نفتو بیه بیاځل له ۱۰۰ ډالرو واوښته

مارچ 25, 2026
د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري
نړۍ

د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

مارچ 24, 2026
د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه
نړۍ

د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

مارچ 24, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري
نړۍ

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو
نړۍ

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026

وروستي خبرونه

پاکستان او خیبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو نیولو او ځورولو لړۍ چټکه شوې

پاکستان او خیبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو نیولو او ځورولو لړۍ چټکه شوې

مارچ 30, 2026
پښتونخوا کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې جرګه جوړېږي

پښتونخوا کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې جرګه جوړېږي

مارچ 30, 2026
د یمن حوثیان هم د ایران، امریکا او اسراییلو پر جګړه ورګډ شول

د یمن حوثیان هم د ایران، امریکا او اسراییلو پر جګړه ورګډ شول

مارچ 30, 2026
Millions of Americans take to the streets against Trump’s policies and wars

میلیونونه امریکایان د ټرمپ سیاستونو او جګړو په ضد واټونو ته راوتلي

مارچ 30, 2026
متقي: پاکستان سره د ستونزو سوله ییز حل ته لومړیتوب ورکوو، خو د خاورې دفاع مو حق دی

متقي: پاکستان سره د ستونزو سوله ییز حل ته لومړیتوب ورکوو، خو د خاورې دفاع مو حق دی

مارچ 30, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

مارچ 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist