Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابلوف: د روسیې او افغانستان ترمنځ هېڅ ډول مخالفت شتون نه لري

کابلوف: د افغان کارګرو جذب په اړه اسلامي امارت سره خبرې روانې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/29

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وایي، مسکو د افغان کارګرو د جذب په موخه له اسلامي امارت سره خبرې روانې کړي.

د روسیې دولتي خبري اژانس ریانووستي د کابلوف له قوله لیکلي، دغه خبرې د دې لپاره کېږي څو افغان کډوال په روسیه کې د کار لپاره جذب شي.


کابلوف زیاته کړې، روسي لوری په دې تړاو خبرو کې د کډوالۍ د نافذه قوانینو او اقتصادي ملاحظاتو له مخې عمل کوي.


کابلوف څرګنده کړې:« تر اوسه کومې مشخصې هوکړې ته نه یوو رسېدلي، خو د دې موضوع په اړه  تماسونه روان دي، چې د روسیې لوری د نافذه کډوالۍ قوانینو او اقتصادي اړتیاوو له مخې عمل کوي.»


د نړیوالو چارو شنونکي روسيې ته د کار بشري ځواک لېږلو په اړه د اسلامي امارت د هڅو هر کلی کوي او وايي، په دې کار سره به ډېر شمېر ځوانان پر کار بوخت او د بې‌ روزګارۍ کچه به ټيټه شي.


دوی بهر ته د افغان کارګرو لېږل نه يوازې د خلکو، بلکې د حکومت پر ګټه هم بولي او په خبره یې، له دې سره به اسلامي امارت وکړی شي له نورو هېوادونو سره خپل مناسبات قوي کړي.


د نړیوالو اړیکو شنونکی سمیر انګار وايي:« دا د اسلامي امارت لپاره یو مهم ډېپلوماټيک پرمختګ دی، د سیمې توازن بدلوي، د اسلامي امارت لپاره نوې سیاسي او اقتصادي دروازې پرانېزي او په افغانستان کې د ثبات ټینګېدو لامل کېږي.»


له دې وړاندې بهر ته د افغان کارګرو د لېږلو په اړه له قطر، ایران، سعودي عربستان، عمان او متحده عربي اماراتو سره هم هوکړې شوي دي.


د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي هم تایيدوي چې له روسيې سره په دې اړه خبرې دوام لري او تمه شته، چې په دې اړه هوکړې ته له رسېدو وروسته به ځوان، مسلکي او متخصص کاري ځواک ياد هېواد ته ولېږل شي.


ابراهیمي په دې اړه وايي:« هڅه دا ده چې یادو هېوادونو کې افغان کارګرو ستونزو ته رسېدنه وشي او همدارنګه په راتلونکې کې افغان کارګرو ته په یادو هېوادونو کې په قانوني توګه د کار زمینه هم برابره شي. یو له هغو د روسیې هېواد هم دی. په دې برخه کې د هېوادوالو له حوصلې مننه کوو او ترڅنګ یې له دوی هیله لرو چې یادو هېوادونو ته د کاري وېزرو په نوم باندې هېڅ ادرس، شرکت او شخص ته پیسې او خپل اسناد ورنه کړي، ترهغې چې رسمي تفاهم نه وي ترلاسه شوی او د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ادرسونو له تاسو سره نه وي شریک شوی، هیله ده چې د هېڅ ډول دروغو، جعل ښکار نه شئ.»


له دې وړاندې په روسيې کې د افغانستان سفير هم مسکو ټايمز ورځپاڼې ته ويلي و چې هېواد يې روسيې ته د ماهر بشري ځواک لېږلو لپاره چمتوو دی، څو هلته د کار بازار اړتياوې پوره کړي.


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مالوماتو له مخې، په راتلونکو پنځو کلونو کې به په بېلابېلو برخو کې ۱.۵ ميليونو کسانو ته په کوردننه او بهر د کار کولو زمینه برابره شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې
افغانستان

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې

مارچ 29, 2026
ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي
افغانستان

ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي

مارچ 26, 2026
دهقان
افغانستان

وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

مارچ 26, 2026
حکومت د روږدو کسانو پر درملیز مرکز د برید په تړاو د نړیوالو پلټنو غوښتنه کړې
افغانستان

د ملګرو ملتونو کارپوهان: پر افغانستان د پاکستان بریدونه غیرقانوني دي

مارچ 26, 2026
پښتین: تیرا کې روان پوځي عملیات د پښتنو ځورولو او لوټلو لپاره پلان شوي
افغانستان

پښتین: ملګري ملتونه دې پر پښتنو د پاکستاني پوځ د ظلم مخنیوی وکړي

مارچ 26, 2026
جېمز کونل: ګوانتانامو کې د بندي افغان محمد رحیم د خوشي کولو هڅه کوم
افغانستان

جېمز کونل: ګوانتانامو کې د بندي افغان محمد رحیم د خوشي کولو هڅه کوم

مارچ 26, 2026

وروستي خبرونه

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې

له ایران سره د امریکا او اسراییلو جګړه؛ له ۳۰ زرو زیات افغان کډوالو هېواد ته راستانه شوې

مارچ 29, 2026
کابلوف: د روسیې او افغانستان ترمنځ هېڅ ډول مخالفت شتون نه لري

کابلوف: د افغان کارګرو جذب په اړه اسلامي امارت سره خبرې روانې دي

مارچ 29, 2026
ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي

ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي

مارچ 26, 2026
دهقان

وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

مارچ 26, 2026
حکومت د روږدو کسانو پر درملیز مرکز د برید په تړاو د نړیوالو پلټنو غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو کارپوهان: پر افغانستان د پاکستان بریدونه غیرقانوني دي

مارچ 26, 2026
پښتین: تیرا کې روان پوځي عملیات د پښتنو ځورولو او لوټلو لپاره پلان شوي

پښتین: ملګري ملتونه دې پر پښتنو د پاکستاني پوځ د ظلم مخنیوی وکړي

مارچ 26, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist