پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم له یرغل سربېره، د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې مېشت پاکستانۍ ملېشې د نورستان ولایت کامدېش او برګمټال ولسوالیو کې په لویو لارو مسافر وړونکو موټرو او عامو خلکو ډزي کوي او له امله یې د یادو ولسوالیو لارې تړل شوې دي.
د نورستان سیمه ییز چارواکي وايي، پاکستاني پوځیان د فرضي کرښې په اوږدو کې له خپلو امنیتي پوستو پر عامو خلکو ډزې کوي او خلکو ته اجازه نه ورکوي چې له دې لارو تګ راتګ وکړي.
د نورستان والي ویاند فریدون صمیم وايي: « د پاکستان وحشي رژیم پوځیان زموږ له ځواکونو سره د جګړې وس نه لري او له دې امله تل کوشش کوي چې په ولسي وګړو بریدونه وکړي. په همدې لړ کې د کامدېش او برګمټال په لارو کې چې کوم موټر تېرېږي، دوی ورباندې بریدونه کوي او له امله یې اوس دغه لاره د ولسونو پرمخ تړل شوې.»
په ورته مهال، د نورستان والي وایي د خلکو ستونزو د حل په موخه يې د یادو ولسواالیو د اوسېدونکو تګ راتګ لپاره د پپړوک کوتل لاره له واورو پاکه کړې او ډېر ژر به ګټه اخستنې ته وسپارل شي.
زين العابدين عابد وايي: « زه د نورستان ولسونو او په ځانګړې توګه د کامدېش او برګمټال خلکو ته ډاډ ورکوم چې نږدې ورځو کې به دا لاره وصل شي.»
د نورستان برګمټال او کامدېش ولسوالیو پر لاره د پاکستاني ملېشو د ډزو له کبله یوه ښځینه داکټره له خپل کوچني زوی سره شهیده او خاوند یې ټپي شو.
د نورستان عام خلک بیا د پاکستاني ملېشو دې کړنې ته په کتو وايي، د پاکستان پوځي رژیم پوځیان سپین سترګي شوي او اړتیا ده چې غاښ ماتونکی ځواب ورکړل شي.
د دوی په خبره، حکومت دې د پپړوک کوتل د لارې خلاصولو په ځای، په پخوانۍ لاره کار وکړي او پاکستانې پوځیانو ته دې اجازه نه ورکوي چې دغه لاره بنده او عام افغانان په نښه کړي.
د نورستان کامدېش ولسوالۍ اوسېدونکی وايي: « زموږ ولسونه له ډېرو ستونزو سره مخ دي، حتا د خوراکي توکو له کمښت سره هم مخ دي. موږ له حکومت او مشرانو غوښتنه کوو چې پاملرنه وکړي او هرڅومره ژر چې کېږي، لارې د خلاصې کړي.»
د پپړوک لارې له نښلېدو سره به ديادو ولسواليو اوسېدونکي وکولی شي د اوس لپاره د نورستان له مرکز پارون سره وصل شي؛ خو ټېنګار کوي چې د کامدېش اوبرګمټال ولسوالیو د لارو خلاصېدو په موخه دې پاکستانۍ ملېشې مهار شي.
کامدېش او برګمټال هغه ولسوالۍدي چې د پاکستاني پوځي رژيم له لوري يې موصلاتي لارې د جګړې له پيل راهيسې تر بريد لاندې نيول شوې او خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.