Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
دهقان

وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/26

د هرات په کرنیزو سیمو کې چې هر کال د وچکالۍ له ګواښ سره مخ وې، سږ کال د بارانونو زیاتوالي د کروندګرو لپاره د نوو هیلو زېري راوړي.

فرید احمد یو له هغه کروندګرو دی چې د طبیعت له دې بدلون څخه خوښ او راتلونکي فصل ته هیله‌من دی.

نوموړي سږ کال پر خپلې دوه نیم جریبه ځمکې غنم کرلي او وايي، د تېرو کلونو په پرتله چې د اوبو کمښت یې کرنیزې چارې له ستونزو سره مخ کړې وې، سږ کال پر وخت او کافي ورښتونو د غنمو وده ښه کړې او د حاصلاتو د زیاتوالي تمه یې ډېره کړې ده.

کروندګر فرید احمد وايي: « ډېر باران د کښتونو د ودې سبب کېږي او بیا ښه حاصلات ورکوي. که خدای کول، سږ کال به ښه پرېمان حاصلات ولرو او ژوند به مو ورسره ښه شي.»

په هرات کې ډېری کروندګر د باراني اوبو پر بنسټ کرنه کوي او د اوبو هر ډول بدلون د دوی پر ژوند مستقیم اغېز لري.

سږ کال د بارانونو دوام نه یوازې د غنمو بلکې د نورو فصلونو لپاره هم ګټور تمام شوی، خو د کیمیاوي سرې د بیو لوړوالی بیا هم د کروندګرو لپاره یوه ستونزه پاتې ده.
کروندګر ټینګار کوي چې دوی اوس هم اصلاح شويو تخمونو، کیمیاوي سرې او د کرنیزو حاصلاتو ساتلو لپاره سړو خونو ته اړتیا لري.

د امېد په نوم یو کروندګر وايي: « یوه بوجۍ سپینه سره ۲۵۰۰ او یوه بوجۍ توره سره ۷۰۰۰ افغانۍ ده. نه یوازې زه بلکې د دې خاورې هر بزګر له چارواکو غوښتنه کوي چې سړې خونې جوړې کړي. تېر کال زموږ د پیازو محصولات ټول ضایع شوې، حتا توربانجان مې په بوټو کې پرېښودل، ځکه چې بازار یې نه درلود.»

کروندګر ګل احمد وایي: « له حکومت غوښتنه کوو چې سړې خونې جوړې کړي، ترڅو موږ خپل محصولات په کې وساتو او په ارزانه بیه یې ونه پلورو.»
په ورته مهال، د هرات کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، له تېر ژمي راهیسې هرات ښار کې ۱۶۵ میلي متره او ولسوالیو کې تر ۲۷۵ میلي متر ورښت چې له دې سره به د کرنیزو حاصلاتو کچه هم لوړه شي.

د هرات کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر بشیر احمد احمدي وايي: « تاسو ته معلومه ده چې د للمي غنمو کښت په بارانونو پورې اړه لري. که باران ونه شي موږ للمي نه شو کرلی. سږ کال د کرنې وزارت له خوا په ډېر ښه وخت کې یو شمېر بزګرانو ته د للمي او اوبیزو غنمو تخمونه ووېشل شول او د هغوی له خوا وکرل شول. همدارنګه سږ کال ښه ورښتونه هم وشول او زه باور لرم چې ښه حاصلات به ولرو.»

د مسوولینو د معلوماتو له مخې، سږ کال هرات کې ۱۸۰ تر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو باندې غنم او څه باندې ۲۲۰ زره هکټاره ځمکو هم نورې غلې دانې او حبوبات کرل شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي
افغانستان

ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي

مارچ 26, 2026
حکومت د روږدو کسانو پر درملیز مرکز د برید په تړاو د نړیوالو پلټنو غوښتنه کړې
افغانستان

د ملګرو ملتونو کارپوهان: پر افغانستان د پاکستان بریدونه غیرقانوني دي

مارچ 26, 2026
پښتین: تیرا کې روان پوځي عملیات د پښتنو ځورولو او لوټلو لپاره پلان شوي
افغانستان

پښتین: ملګري ملتونه دې پر پښتنو د پاکستاني پوځ د ظلم مخنیوی وکړي

مارچ 26, 2026
جېمز کونل: ګوانتانامو کې د بندي افغان محمد رحیم د خوشي کولو هڅه کوم
افغانستان

جېمز کونل: ګوانتانامو کې د بندي افغان محمد رحیم د خوشي کولو هڅه کوم

مارچ 26, 2026
له بنده د یوه امریکايي وګړي ازادولو، د کابل – واشنګټن اړیکو ښه کېدو تمه زیاته کړې
افغانستان

له بنده د یوه امریکايي وګړي ازادولو، د کابل – واشنګټن اړیکو ښه کېدو تمه زیاته کړې

مارچ 26, 2026
ولس: حکومت دې نورستان کې د پاکستاني ملېشو بریدونه مهار کړي
افغانستان

ولس: حکومت دې نورستان کې د پاکستاني ملېشو بریدونه مهار کړي

مارچ 26, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي

ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي

مارچ 26, 2026
دهقان

وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

مارچ 26, 2026
حکومت د روږدو کسانو پر درملیز مرکز د برید په تړاو د نړیوالو پلټنو غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو کارپوهان: پر افغانستان د پاکستان بریدونه غیرقانوني دي

مارچ 26, 2026
پښتین: تیرا کې روان پوځي عملیات د پښتنو ځورولو او لوټلو لپاره پلان شوي

پښتین: ملګري ملتونه دې پر پښتنو د پاکستاني پوځ د ظلم مخنیوی وکړي

مارچ 26, 2026
جېمز کونل: ګوانتانامو کې د بندي افغان محمد رحیم د خوشي کولو هڅه کوم

جېمز کونل: ګوانتانامو کې د بندي افغان محمد رحیم د خوشي کولو هڅه کوم

مارچ 26, 2026
له بنده د یوه امریکايي وګړي ازادولو، د کابل – واشنګټن اړیکو ښه کېدو تمه زیاته کړې

له بنده د یوه امریکايي وګړي ازادولو، د کابل – واشنګټن اړیکو ښه کېدو تمه زیاته کړې

مارچ 26, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist