ننګرهار کې د مېوه نیوونکو بوټو یو شمېر پلورونکي وایي، له پاکستان سره د سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته، په دې ولایت کې د امونو، کېلو او کینو په ګډون د هغو باغونو جوړولو ته د خلکو لېوالتیا زیاته شوې چې له بهر څخه واردېږي.
د دوی په خبره، ډېری خلک هڅه کوي په تدریجي ډول په کور دننه د یادو مېوو تولید زیات کړي او پر واردېدونکو مېوو تکیه کمه کړي.
د بوټو پلورونکی ګل حکیم وايي: « موږ دلته کوشش کوو د هغو مېوو لکه امونو، کینو، کېلو او مالټو په ګډون د هغو بوټو بدیل بوټي تربیه کړو چې له پاکستان څخه راتللې.»
د بوټو پلورونکی نجیب الله وايي: « موږ تېر کال هم د دغو بوټو نیالګي تيار کړي وو، خو سږ کال مو زیات بوټي تیار کړي. دغو نیالګیو ته د خلکو تقاضا زیاته ده او هرڅو غواړي باغونه یې جوړ کړي.»
د بوټو پلورونکي ټینګار کوي چې د دې برخې د لا پراختیا لپاره جدي ملاتړ ته اړتیا لري.
د دوی په خبره، د اصلاح شویو تخمونو نه شتوالی، د مسلکي روزنې کمښت او د ګلخانو او اوبو د مدیریت ستونزې هغه څه دي چې بزګران او بڼوال ورسره لاس په ګرېوان دي.
دوی له اړوندو ادارو غواړي چې د عصري کرنې په برخه کې روزنیزو پروګرامونو ورته برابر کړي او همداراز د اوبو منظم سیسټمونه او د لوړ کیفیت لرونکو نیالګیو د برابرولو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي.
د نرسرۍ مالک راز محمد وايي: « که کرنې ریاست څخه غوښتنه کوو چې موږ ته دلته د اوبو، برېښنا او شنو خونو زمینه برابره کړي. همدارنګه زموږ ځینې کسان د ګلخانو جوړولو ته هم اړتیا لري؛ هیله ده پاملرنه وشي.»
د نرسرۍ مالک محمود وايي: « موږ له حکومت غوښتنه کوو چې د دې بوټو په اړه موږ ته روزنه راکړي، د اوبو زمینه راته برابره کړي او شنې خونې راته جوړې کړي.»
بله خوا، د ننګرهار کرنې ریاست مسوولین وايي، د سټروسو پر ۶۶ ډولونو یې څېړنې روانې دي چې کینو هم په کې شامله ده.
د دوی په خبره، له کرنې وزارت سره په همغږۍ د امونو او کېلو د ترویج او د اصلاح شویو نسلونو د روزنې چارې پیل شوې دي، ترڅو بزګرانو ته معیاري او حاصل ورکونکي نیالګي برابر شي.
د مسوولینو په وینا، د نرسریو د پیاوړتیا لپاره د روزنیزو پروګرامونو پلان هم شته او خصوصي سکټور ته هم په کې ونډه ورکړل شوې ده.
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند اجمل سبحاني وايي: « موږ دا مهال په ۶۶ ډوله سټروسو کار کوو چې په کې کینو هم شامله ده. موږ کوښښ کوو هغه بوټي پیدا کړو چې د افغانستان او په ځانګړې توګه د ننګرهار له شرایطو سره سمون ولري. همدارنګه د امونو او کېلو په اړه هم له وزارت سره پلانونه شریک شوي او پلان لرو چې راتلونکي کې د امونو او کېلو نیالګي هم تربیه کړو.»
د کرنې متخصصانو په باور، ننګرهار د افغانستان له هغو ولایتونو دی چې د تود اقلیم له امله د سټروسو، امونو او کېلو د کرکیلې لپاره مناسب شرایط لري او که په دې برخه کې د پانګوالو او بڼوالو ملاتړ وشي، د یادو مېوو له وارداتو مخنیوی کېدای شي.