د اسلامي امارت له خوا له بنده د ډینس کویل په نوم امریکايي وګړي خوشي کېدل په کور دننه او بهر له تاوده هرکلي سره مخ شوي.
له هغه وروسته چې اسلامي امارت یاد امریکايي وګړی خوشي کړ، د امریکا بهرنیو چارو وزیر او د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د اسلامي امارت د دې ګام تود هرکلی وکړ؛ خو ټینګار یې کړی چې افغانستان کې پاتې نور امریکایي بندیان هم باید ازاد شي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: « موږ د خپل بندي وګړي له خوشي کېدو هرکلی کوو. همدارنګه له قطر هېواد هم مننه کوو چې د نوموړي خوشي کېدو په برخه کې یې مرسته وکړه. موږ د خپلو دوو نورو زنداني وګړو د خوښي کېدو غوښتنه هم کوو.»
د امریکا بهرنیو چارو وزیر د اسلامي امارت له لوري د امریکايي وګړي خوشي کول د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې یو مثبت ګام بللی او د منځګړو هېوادونو ونډه یې هم ستایلې ده.
مارکو روبیو ویلي: « د ډینس کویل خوشي کېدل د اړیکو په برخه کې مثبت ګام دی، د قطر او متحده عربي اماراتو له منځګړیتوب او په دې برخه کې یې له همکارۍ مننه کوو.»
د چارو کارپوهان بیا وايي، د اسلامي امارت له دې اقدم سره به د کابل او واشنګټن ترمنځ شته واټن راکم او د اړیکو پراختیا ته لا زمینه برابره شي.
د دوی په وینا، د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړیکو پراختیا لپاره د باور فضا رامنځته کول ضروري دي.
د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « زما په اند دا یو ډېر نېک او په وخت اقدام و. زه فکر کوم له دې سره به د اعتماد جوړونې فضا نوره هم زیاته شي. زه تمه لرم چې امریکایان هم بالمثل عمل ترسره کړي او د محمد رحیم په نوم افغان له ګوانتانامو زندان ازاد کړي.»
د چارو شنونکی سرور نیازی وايي: « د اسلامي امارت له خوا د امریکايي بندیانو خوشي کېدل د امریکا او طالبانو ترمنځ د یوه مثبت تعامل ښکارندويي کوي. زه فکر کوم له دې وروسته به دا ډول نورې راکړه ورکړې هم ترسره شي او هغه واټن به راکم شي چې اوس د امریکا او افغانستان ترمنځ شته دی.»
له دې څه موده وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي له شمشاد سره په مرکه کې د زندانیانو پر خوشي کېدو ټینګار کړی و. د هغه په خبره، له دې پرته امریکا له افغانستان سره بله ستونزه نه لري.
زلمي خلیلزاد ویلي: « ما څو ځلې کابل ته سفر کړی او تاسو په جریان کې یاست چې ځینې مشکلات شته او په کابل کې د درېیو امریکايي وګړو زنداني کېدلو مسئله مطرح ده. د مشکل باید ژر تر ژره حل شي او زه تمه لرم چې ژر تر ژره وشي.»
خلیلزاد په دې تړاو په خپلو تازه څرګندونو کې هم دا اقدام ستایلی او زیاتوي چې د ډینس کویل کورنۍ د اسلامي امارت له دې کار خوشاله ده. خلیلزاد هیله ښودلې چې دا ډول کړنې تمه پیدا کوي چې پاتې ستونزې به ژر حل شي.