د امریکا په ګوانتانامو زندان کې د بندي محمد رحیم مور دوه کاله وړاندې شمشاد سره خبرو کې وویل، زوی یې له کلونو راهیسې په بند کې دی او تر اوسه یې د قضیې په اړه هېڅ ډول روښانه معلومات نه دي ورکړل شوي.
د هغې په خبره، محمد رحیم له هر ډول عادلانه محاکمې پرته ساتل شوی او دا کار د بشري حقونو خلاف عمل دی.
د محمد رحیم مور بي بي صیفوره وايي: « په لاهور کې په خپل موټر کې له ښځې او ماشومانو سره ناست و چې د پولیسو له خوا محاصره شو او ویې نیوه. نهه میاشتې په پاکستان کې بندي و او سختې سزاګانې یې ورکړې. زما زوی یوازې درس وایه او مزدوري یې کوله او له هېڅ ډلې سره یې اړیکه نه وه. زه د امریکا له واکمنانو خواهش کوم چې زما زوی راخوشي کړي.»
کابل کې د اسلامي امارت له زندان څخه د یوه امریکايي وګړي له خوشي کېدو سره هم مهاله، د محمد رحیم زوی وايي، زلمي خلیلزاد ته یې په یوه سپارلي لیک کې له امریکا غوښتي چې پلار یې له زندان ازاد کړي.
له بلې خوا، د محمد رحیم مدافع وکیل جېمز کونل چې تازه یې له هغه سره لیدلي وايي، محمدریحم بې ګناه بندي دی او د امریکا له حکومت غواړي چې ژر ترژره یې خوشي کړي؛ ځکه چې د ده په خبره، هغه د امریکا حکومت ته هېڅ راز ګواښ نه دی.
کونل زیاته کړې، محمد رحیم ته تر اوسه د ځان بې ګناه ثابتولو موقع نه ده ورکړل شوې.
ګوانتانامو کې د بندي افغان مدافع وکیل دغه راز ویلي: « شپېته کلن محمد رحیم له ۲۰۰۸ میلادي کال راهیسې له امریکایانو سره په ګوانتانامو کې بندي دی؛ حال دا چې تر اوسه هېڅ ډول تور نه دی پرې ثابت شوی. زه په ګوانتانامو کې د یوازیني افغان بندي محمد رحیم د خوشي کولو هڅه کوم.»
له دې وړاندې، د امریکا بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د امریکایي وګړو نیول کېدل د واشنګټن او کابل ترمنځ د مثبت تعامل پر وړاندې خنډ باله، خو آیا د امريکايي وګړو خوشي کول به له کابل سره د واشنګټن په اړيکو کې نوی باب پرانيزي؟
د چارو شنونکی روح الله هوتک وايي: « امریکا د افغان وګړو د نیولو په تړاو تر اوسه هېڅ موثق اسناد نه دي خپاره کړي او نه هم شته دي. له دوی سره د اکثریت بندي افغانانو دوسیې په بشپړه توګه نه دي څېړل شوې او ژر ترژره یې باید خوشي کړي.»
د نړیوالو اړیکو کارپوهان بیا په دې باور دي چې د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لپاره د دواړو هېوادونو له خوا د یو بل بندیان خوشي کول مثبت ګام دی.
د نړیوالو اړیکو کارپوه سمیر انګار وايي: « باید اسلامي امارت په مستقیمه توګه او په لوړه کچه له امریکا سره تفاهم ته ورسېږي، ځکه اکثریت دغه شان قضیې د سیاسي پرېکړو له لارې حل کېږي. په دې کې یوازې حقوقي مسایل رول نه لري.»
د اسلامي امارت ویاند هم شمشاد سره خبرو کې وايي، حکومت د محمد رحیم خلاصولو لپاره هڅې پيل کړې دي او په دې اړه له امریکایانو سره په خبرو بوخت دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: « د افغانستان اسلامي امارت د خپلو ټولو اتباعو په لټه کې دی، ترڅو د نورو هېوادونو له زندانونو یې را خلاص کړي. زموږ یو شمېر اتباع په ډېر ظلم او وحشت سره ګوانتانامو زندان ته وړل شوي او دا موضوع له امریکایانو سره په ناستو کې په پرله پسې توګه یاده شوې ده. موږ هڅه کوو دا زنداني را خلاص کړو او خپلې کورنۍ ته یې وسپارو.»
د معلوماتو له مخې، محمد رحیم په ۲۰۰۷ کال کې د پاکستان په لاهور ښار کې له خپلې مېرمنې او څلورو زامنو سره یو ځای له یوه محلي بس څخه ونیول شو. نوموړی موده وروسته د پاکستان له خوا امریکا ته وسپارل شو او بیا د ګوانتانامو زندان ته ولېږدول شو.
د راپورونو له مخې، په تېرو شاوخوا ۱۸ کلونو کې د نوموړي پر وړاندې هېڅ ډول روښانه جرم نه دی ثابت شوی او بې ګناه په بند کې ساتل کېږي.