Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
منظور

د پښتونخوا ځوان مشران هڅه کوي د پوځي رژيم له خوا د پښتنو ځپلو دسیسه شنډه کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/25

په داسې حال کې چې د پاکستان تر کنټرول لاندې پښتنو سیمو کې ځوان مشران هڅه کوي چې د پاکستان د پوځي رژیم د پلانونو پلي کولو په وړاندې پښتانه ولسونه را ویښ کړي، د هېواد یو شمېر شنونکي د دوی هلې ځلې اغېزناکې بولي.

شنونکي وايي، که څه هم د ځوانو پښتنو مشرانو هلې ځلې سوله ییزې دي، خو په پښتنو سیمو کې یې ژورې ريښې غځولې  او اغېز یې له ورایه احساسېږي.

د شنونکو په باور، د ځوانانو پښتنو  مشرانو هلوځلو ته په کتو وایي، که پاکستان پوځي رژیم د دوی په وړاندې په خپلو سیاستونو کې بدلون را نه ولي، دا هېواد به لا  ژور ناورین ته ولوېږي.

د سیاسي چارو شنونکی معین گل څمکنی وايي: « که چېرې پاکستان یوه داسې پالیسي جوړه نه کړي چې له خپلو ټولو ګاونډیانو سره په سوله کې ژوند ولري، په دې صورت کې ښايي پاکستان کې یو ډېر ژور بحران رامنځته او اوسنی نظام یې متزلزل شي. پاکستان اوس مهال په ژور اقتصادي ناورین کې ښکېل دی او په داسې حال کې چې له سعودي عربستان سره سټراټیژيک تړون لري، خو د ایران له خوا پر سعودي عربستان بریدونو ته هېڅ ډول غبرګونه نه ښيي.»            

که څه هم پاکستان په کور دننه د شته ستونزو او د دوی د سیاستونو په وړاندې مخالفتونه د پوځي ځواک په کارولو سره حلول غواړي، خو دا ځوان مشران یې پر وړاندې په بې باکۍ سره چلن کوي او د پښتنو پر وړاندې یې سیاستونه ننګوي.

اوس د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي په بلوچستان کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې په واضېحو ټکو سره د پښتنو پر وړاندې د اسلام اباد چلن وغانده او هغه یې د پښتنو د تباهۍ یوه دسیسه وبله.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي ویلي: « پښتنو! دا تل په یاد ولری چې زموږ کومه خاوره ده له هر ډول مادي او معنوي قدرتونو او زخایرو څخه ډکه ده. ولې د دې خاورې د اوسېدونکو لپاره تحفظ نه شته؟»

سهیل افریدي په ټول قوت سره د اسلام اباد د هغو پرېکړو په وړاندې د بغاوت اعلان وکړ چې د ده په وینا د بندو دروازو ترشا کېږي.

سهیل افریدي دا هم وویل چې اوس په پښتنو کې داسې کسان پيدا شوي چې د چا بدمعاشي نه مني او له اسلام اباد سره پر پښتنو د کېدونکو ظلمونو حساب کولو وړتیا لري.

خلیل احمد نادم د دغو مشرانو د هڅو په وړاندې د پاکستان د پوځي رژیم له خوا موانعو رامنځته کولو ته په اشارې وايي، د دوی پر وړاندې د اسلام اباد د زور او ظلم کارولو سربېره، دوی د محکومو پښتنو د حقوقو خوندي کولو لپاره خپلو مبارزو ته دوام ورکوي.

دی په خپلو خبرو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ هلوځلو ته په اشارې وايي، دا غورځنګ په نړیواله کچه د پښتنو حقوقو لپاره کار کوي او هلې ځلې یې مشروع دي.  

د چارو شنونکی خلیل احمد نادم وايي: « خلک نور د پنجاب له ظلمونو ستړي شوي او پر وړاندې یې مبارزې ته لاس اچولی. زه فکر کوم د دوی مبارزه په حقه ده او بالاخره به بریا ته رسېږي. د پښتون ژغورنې غورځنګ په یوه نړیوال جریان بدل شوی او په ټوله نړۍ کې استازولۍ لري او د مظلومو پښتنو غږ تر نړۍ رسوي.»

د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو کې د ځوانو پښتنو مشرانو د هڅو په اړه دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د اکثریت شنونکو په باور، د پاکستان له جوړېدو راهیسې د پښتنو پر وړاندې د اسلام اباد چلن له تربګنۍ ډک دی.

د پښتنو اکثریت مشران که ځوانان دي او که زاړه، ټول په یوه خوله په قبایلي سیمو کې د پوځي رژیم له خوا روان پوځي عملیات د پښتنو په ضد د دسیسو یوه برخه بولي او بنسټیزه موخه یې د پښتنو سیمو د معدنونو کنټرول لاس کې اخستل ګڼي.  

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت: تېر کال د هېواد له هوايي ډګرونو ۱۲ زره الوتنې شوې
افغانستان

ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت: تېر کال د هېواد له هوايي ډګرونو ۱۲ زره الوتنې شوې

مارچ 25, 2026
افریدی: د پاکستان پوځ د پښتنو او بلوڅانو وینه د اوبو په څېر بهولې ده
افغانستان

افریدی: د پاکستان پوځ د پښتنو او بلوڅانو وینه د اوبو په څېر بهولې ده

مارچ 25, 2026
خیبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو جبري ستنولو عملیات بیا پيلېږي
افغانستان

خیبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو جبري ستنولو عملیات بیا پيلېږي

مارچ 25, 2026
اسلامي امارت یو بل امریکايي وګړی هم له بند ازاد کړ
افغانستان

اسلامي امارت یو بل امریکايي وګړی هم له بند ازاد کړ

مارچ 25, 2026
هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې
افغانستان

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې
افغانستان

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026

وروستي خبرونه

ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت: تېر کال د هېواد له هوايي ډګرونو ۱۲ زره الوتنې شوې

ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت: تېر کال د هېواد له هوايي ډګرونو ۱۲ زره الوتنې شوې

مارچ 25, 2026
منظور

د پښتونخوا ځوان مشران هڅه کوي د پوځي رژيم له خوا د پښتنو ځپلو دسیسه شنډه کړي

مارچ 25, 2026
افریدی: د پاکستان پوځ د پښتنو او بلوڅانو وینه د اوبو په څېر بهولې ده

افریدی: د پاکستان پوځ د پښتنو او بلوڅانو وینه د اوبو په څېر بهولې ده

مارچ 25, 2026
د اختر په ورځو کې ۲.۳ میلیونه سیلانیانو د هېواد له تفریحي ځایونو لیدنه کړې

د اختر په ورځو کې ۲.۳ میلیونه سیلانیانو د هېواد له تفریحي ځایونو لیدنه کړې

مارچ 25, 2026
منځني ختیځ کې د کړکېچ دوام؛ د هر بېرل خامو نفتو بیه بیاځل له ۱۰۰ ډالرو واوښته

منځني ختیځ کې د کړکېچ دوام؛ د هر بېرل خامو نفتو بیه بیاځل له ۱۰۰ ډالرو واوښته

مارچ 25, 2026
خیبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو جبري ستنولو عملیات بیا پيلېږي

خیبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو جبري ستنولو عملیات بیا پيلېږي

مارچ 25, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist