چارواکي وايي، عدلي طب کې د ځينو داسې کسانو جسدونه ساتل کېږي چې لا يې هم پېژندنه نه ده شوې او کورنۍ یې نه دي موندل شوې.
د عدلي طب مسوولین وايي، دا جسدونه د هغو کسانو دي چې د پاکستان پوځي رژیم له لوري پر نشهيي توکو روږدو کسانو د درملنې پر مرکز په هوايي بريد کې شهيدان شوي دي.
دوی له خلکو غواړي چې د شهيدو شویو کسانو د کورنيو په موندلو کې همکاري وکړي، ترڅو يې جسدونه ور وسپاري.
د عدلي طب د خدمتونو وړاندې کولو آمر وايي: « همدا څو شېبې مخکې مو د یوه تن جسد د هغوی کورنۍ ته وسپاره، خو ۲۷ تنه داسې جسدونه لاهم موږ سره شته چې پېژندګلوي یې نه ده شوې. موږ د دوی له کورنیو غواړو چې راشي، په پېژندګلوي کې له موږ سره مرسته وکړي او د خپلو شهیدانو جسدونه تسلیم شي.»
نظامالدین چې له څو ورځو هڅو وروسته یې د خپل کشر ورور جسد موندلی وایي، ورور يې څو میاشتې وړاندې د روږدو ناروغانو مرکز ته په دې تمه وړی و چې ګوندې له نشو روغ او بېرته د خپلو هيلو پوره کولو لپاره له کورنۍ سره يو ځای شي.
نوموړی وايي، له بريد څو ورځې وړاندې د درملنې مرکز ته د خپل شهید شوي ورور پوښتنې ته ورغلی و او ژمنه يې ورسره کړې وه چې د اختر لپاره به يې د خپلي کورنۍ غېږ ته بيايي، خو برعکس د کورنۍ پر ځای د خاورو غېږ پرې ډکوي.
د ناروغ شهيد ورور نظامالدین وايي: « کله چې بمبار وشو، موږ ته هم ټیلفون وشو او خبر راکړل شو. موږ دلته راغلو او تر نن ورځې مو لټه وکړه، نن مې عدلي طب کې پیدا کړ. ورور مې ډېر ښه شوی و او په پلان کې وه چې اختر ته یې کورته یوسم، خو…»
ځینې داسې کورنۍ هم شته چې نظام الدین ورته بختور ښکاري چې لږترلږه د خپل شهید شوي ورور جسد يې موندلی. ګڼې کورنۍلا هم د خپلو خپلوانو په جسدونو پسې ګرځي.
تلاوت خان له تېرو ۶ ورځو راهیسې د خپل ورور موندلو په لټه کې دی، خو لا څرګنده نه ده چې ورور شهيد دی که ژوندی؟
نوموړی وایي، د اختر په شپو ورځو کې د خوشالیو او نمانځنې په ځای، د ورک شوي ورور لټه کوي، خو تر اوسه نه دی بریالی شوی چې د ورور مړی یا ژوندی پيدا کړي.
د ننګرهار اوسېدونکی تلاوت خان وايي: « د برید له سبا ورځې راهیسې د خپل ورور د مړي او ژوندي لټه کوم، خو لا مې نه دی موندلی. ټوله کورنۍ ورته په تمه ده. موږ د دې لپاره دلته راوړی و چې روغ شي او راتلونکی ژوند یې ښه شي. زموږ کورنۍ ټوله په غم کې شپې تېروي.»
د روژې په ۲۷مه د پاکستان پوځې رژیم جیټ الوتکو د کابل ښار اړوند هوتخېلو سیمه کې پر نشهيي توکو د روږدو کسانو درملنې مرکز (امېد روغتون) بمبار کړ چې په پايله کې يې ۴سوه کسان شهيدان او نږدې ۳سوه نور ټپيان شول.