Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کډوال

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/23

۱۴۰۴لمریز کال د نورو پیښو سربیره هغو افغان کډوالو ته، چې په ګاونډیو هېوادونو او په تېره بیا ایران او پاکستان کې مېشت دي تر دې دمه خورا سخت کال ثابت شوی دی.

 

په دغه کال کې په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو د ځورولو، نیولو او شکنجې پېښو داسې مهال زور واخیست، چې یو زیات شمېر یې په ناوړه حالت کې افغانستان ته راوشړل شول او په تېره بیا له پاکستان څخه د دوی د راستنولو بهیر لا هم روان دی.
د کډوالو چارو وزارت وايي، چې په روان کال کې له درېیو میلیونو زیات افغان کډوال، له ایران، ترکیې او پاکستان څخه راشړل شوي دي.


دوی وايي، چې له اکثره دغو کډوالو سره د کوربه هېوادونو لخوا ناسم چلند شوی، دوی په غیر قانوني توګه نیول شوي، شکنجه شوي او بیا په جبري ډول ایستل شوي دي.


ددغه وزارت ویاند وايي، چې په همدې موده کې له پاکستان څخه ۲ لکه او ۱۴زره کورنۍ په جبري ډول ایستل شوي دي.


ده زیاته کړې، چې له ۱۲زرو څخه زیات افغان کډوال، چې د  ایران او پاکستان په زندانونو کې بندیان وو، له ازادولو وروسته هېواد ته راستانه شوي دي.


د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند، عبدالمطلب حقاني وایي: « له یادو هېوادونو یو ملیون يو ۱۲۲زره او ۳۱۲تنه مجردان راويستل شوي او ۱۲زره او ۲۷۵تنه زندانيان د پاکستان او عراق له مختلفو زندانونو ازاد شوي او خپل هیواد ته راستنه شوي دي. په دې سره د راستانه شوو مهاجرينو مجموعي تعداد ۳ میليونه، ۱۱۴زره او ۱۰۷تنو ته رسېږي.» 

    

حقاني وایي، دغو راستانه شوو ته د نورو اسانتیاو ترڅنګ، خوراکي توکو مرستې، روغتیايي خدمات او سرپناه برابره کړې.


ده زیاته کړه، چې د کډوالو چارو وزارت دغو راستانه شوو کډوالو ته د کابو څلور میلیارډه افغانیو نغدي مرسته هم برابره کړې ده.


ښاغلي حقاني وړاندې وویل، چې د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ یی له ۴۷۵زره بې ځایه شوو کورنیو سره د ۱۶میلیارد افغانیو په ارزښت مرستې کړي دي.


د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند، عبدالمطلب حقاني وایي: « د بيړنيو مرستو په برخه کې د روان کال په جریان کې له ۴۷۰زره او ۳۰۰ راستنه شوو او داخلي بېځايه شوو کورنيو سره د همکارو موسساتو په همکارۍ د شاوخوا ۱۶میلیارد، ۲۵۳میلیونه، ۶۱زره او ۹۳۸ افغانيو په ارزښت د نغدي، خوراکي، غير خوراکي، روغتيايي، حقوقي مشورو او سرپناه په برخو کې مرستې شوې دي، چې نیږدې ۳ میليونه او ۲۷۶تنه ترې مستقيما مستفید شوي دي.»


بل لور ته د کډوالو د حقوقو فعالان بیا د کوربه هېوادونو او په تېره بیا له افغان کډوالو سره د پاکستان چلند د اسلامي او انساني اصولو خلا او د ملګرو ملتونو له منشور سره په ټکر کې بولي.


دغه فعالان وايي، چې ګاونډیو هېوادونو له افغان کډوالو څخه پر افغان حکومت د فشار د یوې وسیلې په توګه کار اخیستی دی.


د کډوالو د حقوقوفعال، عبدالرزاق عدیل وایي: « له کډوالو څخه د سیاسي فشار د وسیلې په توګه استفاده کول نه یوازې دا چې د پاکستان د امنیت لپاره دوامداره حل‌لاره نه برابروي؛ بلکې د دې هېواد د نړیوالې انزوا لامل هم ګرځي او د راتلونکو نسلونو په زړونو کې کینه پیدا کوي. له حقوقي پلوه، پاکستان مکلف دی چې د کډوالو په اړه خپلو ژمنو ته پابند پاتې شي. اوسنی چلند، لکه د شپې ناوخته نیونې، جبري ایستل او د شتمنیو ضبط کول، له اخلاقي پلوه ناعادلانه او د نړیوالو قوانینو له مخې غیرقانوني عمل دي.»


له دې اخوا یو شمېر نور فعالان بیا له راستانه شوو سره د نړیوالو سازمانونو لخوا کېدونکې مرستې کافي نه بولي او وايي، چې د دوی د بیا مېشت کېدو لپاره دې یادې ادارې او سازمانونه لا زیاتې مرستې وکړي.


د کډوالو د حقونو فعال، علیرضا کریمي وایي: « د افغان کډوالو، په ځانګړې توګه د خبریالانو، د نیونو او جبري ایستلو زیاتوالی د اندېښنې وړ موضوع ده او د بشري حقونو له اصولو او د کډوالو په اړه له نړیوالو تعهداتو سره په ټکر کې ده. د دې ستونزې د پای ته رسولو لپاره اړینه ده، چې نړیوال بنسټونه، د بشري حقونو سازمانونه او اغېزمن هېوادونه د خبرو اترو او ډیپلوماټیک فشار له لارې د پاکستان له حکومته وغواړي، چې د کډوالو قانوني حقونو ته درناوی وکړي او د نیونو او جبري اخراج مخه ونیسي.»


واک ته د اسلامي امارت له بیا ځلې رسیدو سره له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ له بل هر وخت زیات زور اخیستی.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس، د اسلامي امارت د بیا ځلی واک ته رسیدو راهیسې له اتو میلیونو زیات کډوال له ګاونډیو هېوادونو په تیره بیا له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي دي.

نشر یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

کډوال

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist