د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د پاکستان پوځي رژیم په برید کې شاوخوا ۴۰۰ کسان شهیدان شوي او له ۲۵۰ زیات ټپیان شوي دي.
د پېښې عیني شاهدان وایي، دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان پوځي رژیم په خپلو بریدونو کې ملکي وګړي په نښه کوي بلکې تردې مخکې یې هم د ښځو او ماشومانو په ګډون په لسګونه ملکي وګړي په نښه کړي دي.
دوی وایي، د پاکستان پوځي رژیم په دې روغتون کې ټول روږدي کسان چې په روغتون کې تر درملنې لاندې وو، هدف ګرځولي دي.
د برید یو تن عیني شاهد وايي: « دا یو بشپړ ملکي ځای و او ناروغان په کې تداوي کېدل. په دې ځای د پاکستان بمبار یو جنایت دی او باید پوښتنه یې وشي.»
د برید یو بل تن شاهد وايي: « دلته تر ۳۰۰ پورې شهیدان او ټپیان شته دي، خو کره شمېر یې لا نه دی څرګند.»
د پاکستان پوځي رژیم په دې برید کې د روږدو کسانو د درملنې روغتون ډېرې برخې په بشپړه توګه له منځه تللې او نورې برخې یې هم سختې زیانمنې شوې دي. دا روغتون په هېواد کې د معتادینو د درملنې له مهمو مرکزونو څخه یو و.
د روږدو کسانو د درملنې په ۲۰۰۰ بستریز روغتون کې ټپي شوي هېوادوال د پاکستان پوځي رژیم د وحشیانه برید کیسه کوي او وایي، نړیواله ټولنه او د جنګي جرمونو نړیواله محکمه دې د پاکستان پوځي رژیم دا جنایتونه وڅېړي او محکمې ته یې دې راکاږي.
په برید کې یو تن ژوبل شوی وايي: « حکومت باید د دې برید غچ واخلي، کله چې زه روغ شم، زه هم چمتو یم چې د غچ په عملیاتو کې برخه واخلم.»
د برید یو بل ژوبل شوی کس وايي: « پر موږ کوټې راچپه شوې، ډېر ملګري مو شهیدان شول.»
د روږدو درملنې روغتون د کشف مسوول وايي، د پاکستان پوځي رژیم په دې روغتون له هوايي برید سره لوی جنایت کړی او ټول هغه روږدي کسان یې هدف ګرځولي چې تر درملنې لاندې وو.
کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزې معینیت د دفتر رییس حسیب الله احمدي هم همدا خبره کوي او وايي، اکثرست هغه کسان خوندي ځایونو ته لېږدول شوي چې له برید روغ وتلي.
د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزې معینیت د دفتر رییس حسیب الله احمدي وايي: « دا ښکاره خبره ده چې دوی ستر جنایت وکړ او په ملکي ځایونو یې بریدونه کړي.
د روږدو درملنې ملي پروګرام رییس انعام الله وايي: « دا د امېد په نوم په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې مرکز دی چې په کې تر ۲۰۰۰ تنو معتادان بستر وو. په دې مرکز د ماخوستن نمانځه پرمهال برید وشو او سلګونه ناروغانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
د پاکستان پوځي رژيم له دې وړاندې په کندهار کې هم د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز او دغه راز په ختیځو او سوېل ختیځو ولایتونو کې د ښوونځیو او جوماتونو په ګډون د خلکو پر کورونو او ملکي ودانیو بریدونه کړي دي.