Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پر ننګرهار د پاکستان پوځي رژیم هوايي برید کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

پر ننګرهار د پاکستان پوځي رژیم هوايي برید کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/23

د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د شهاب الدین په نوم ملکي وګړي پر کور  وړمه شپه ۱۲ بجې د پاکستان پوځي رژیم الوتکو بمبارۍ کې د دې کورنۍ ۱۸ غړي شهیدان او  ۵ نور ژوبل شوي.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ مسوولین وايي، بریدونه د ننګرهار په بهسودو، خوګیاڼو او غني خېلو ولسوالیو کې ترسره شوي دي او په ټولو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند سید طییب حماد وايي: « پاکستان د تېرو تجاوزونو په دوام، تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې یوځل بیا د ننګرهار  ولایت په بهسودو، خوګیاڼو او غني خېلو ولسوالیو کې هوايي بریدونه ترسره کړل چې په کې تر ډېره ښځې او ماشومان په شهادت رسېدلي. د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوې کورنۍ ۲۳ غړي تر خاورو لاندې شوي وو چې له ډلې یې ۱۸ کسان په شهادت رسېدلي او پنځه نور  ژوبل شوي دي.»

د پاکستاني الوتکو له خوا په نښه شوي کور یو تن غړی نزاکت وايي، دوی له هېڅ یوې وسله والې ډلې سره اړیکه نه لري او نه پوهېږي چې ولې یې کور نیمه شپه په نښه شوی دی.  

د پاکستان پوځي رژیم د هوايي برید قرباني نزاکت وايي: « زه د کورنیو له غړیو سره کور کې ویده وم چې برید ترسره شو. د کورنۍ ښځو او ماشومانو چغې راته وهلې چې له خاورو یې را وباسم.»

ننګرهار مېشتي د دې پېښې غندنه کوي او له حکومت او نړیوالې ټولنې غواړي چې له پاکستان څخه د داسې بریدونو پوښتنه وکړي.

د ننګرهار اوسېدونکی رحیم الله وايي: « موږ د دغه شان پېښو مخنیوی غواړو. دا ډېر ظالمانه او وحشیانه بریدونه دي.»

د ننګرهار اوسېدونکی عبد الله وايي: « موږ په دې پېښه ډېر دردمن یو، باید مخنیوی یې وشي.»

له دې شاوخوا درې میاشتې وړاندې هم د کونړ په مرکز اسعد اباد ساګي سیمه کې پاکستاني الوتکو د عبد الوهاب په نوم د یوه ملکي وګړي کور په نښه کړی و.

ټینګار دا دی چې نړیواله ټولنه او د بشري حقونو نړیوالې ادارې باید پر پاکستان د داسې بریدونو له امله فشارونه زیات کړي، ترڅو راتلونکي کې دا ډول کړنې ترسره نه شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم تازه بريدونو عام افغانان قهرولي
افغانستان

پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم تازه بريدونو عام افغانان قهرولي

فبروري 23, 2026
ملي دفاع وزارت: د پاکستان برید ته په مناسب وخت کې حساب شوی ځواب ورکوو
افغانستان

ملي دفاع وزارت: د پاکستان برید ته په مناسب وخت کې حساب شوی ځواب ورکوو

فبروري 23, 2026
بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ

فبروري 23, 2026
د ننګرهاراوسېدونکي له حکومت غوښتنه کوي چې له پاکستان د کړي بريد غچ واخلي
افغانستان

د ننګرهاراوسېدونکي له حکومت غوښتنه کوي چې له پاکستان د کړي بريد غچ واخلي

فبروري 23, 2026
د پکتیکا او خوست ولسونه د پاکستان پوځي رژیم بریدونو خلاف د اقدام غوښتنه کوي
افغانستان

د پکتیکا او خوست ولسونه د پاکستان پوځي رژیم بریدونو خلاف د اقدام غوښتنه کوي

فبروري 23, 2026
هلمند کروندګر: د کوکنارو بدیل کښت مو اړتیاوې نه پوره کوي
افغانستان

هلمند کروندګر: د کوکنارو بدیل کښت مو اړتیاوې نه پوره کوي

فبروري 19, 2026

وروستي خبرونه

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026
پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم تازه بريدونو عام افغانان قهرولي

پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم تازه بريدونو عام افغانان قهرولي

فبروري 23, 2026
ملي دفاع وزارت: د پاکستان برید ته په مناسب وخت کې حساب شوی ځواب ورکوو

ملي دفاع وزارت: د پاکستان برید ته په مناسب وخت کې حساب شوی ځواب ورکوو

فبروري 23, 2026
بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ

بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ

فبروري 23, 2026
د ننګرهاراوسېدونکي له حکومت غوښتنه کوي چې له پاکستان د کړي بريد غچ واخلي

د ننګرهاراوسېدونکي له حکومت غوښتنه کوي چې له پاکستان د کړي بريد غچ واخلي

فبروري 23, 2026
د پکتیکا او خوست ولسونه د پاکستان پوځي رژیم بریدونو خلاف د اقدام غوښتنه کوي

د پکتیکا او خوست ولسونه د پاکستان پوځي رژیم بریدونو خلاف د اقدام غوښتنه کوي

فبروري 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist