د افغانستان عام وګړي پاکستان د افغانستان ښکاره دښمن بولي او وايي، حکومت ته په کار ده چې له کابل څخه د پاکستان سفير وشړي.
عام خلک دا ډاډ هم ورکوي چې د خپلې خاورې ساتنې او دفاع لپاره د پاکستان پر وړاندې له خپلو امنيتي او دفاعي ځواکونو سره کلک درېږي.
د کابل اوسېدونکی شیرزی احمدي وايي: « د پاکستاني پوځي رژیم بار بار د افغانستان پر خاوره تېری کوي او هرځل ملکي وګړي وژني. ولې په کابل کې د پاکستان سفارت نه تړل کېږي؟ باید اسلام اباد کې د افغانستان سفیر هم را وغوښتل شي. پاکستان زموږ دښمن و، دی او وي به.»
د کابل ښار اوسېدونکی بازمحمد وايي: « پاکستان زموږ ازلي او ابدي دښمن دی او دښمن هېڅکله دوست کېدای نه شي. پاکستان تل دا غواړي چې د افغانستان نظامونه له منځه یوسي. لکه څرنګه چې پاکستان سره لارې بندې دي، همداسې دې سفارتي اړیکې هم بندې شي.»
د سياسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « پاکستان ته په کار ده چې نور د افغانانو حوصله ونه ازمايي، ځکه زموږ د خلکو حوصله نوره پای ته رسېدلې. اسلامي امارت باید د دوی سفیر احضار کړي او یا د تجارتي لارو بندېدو په څېر، د دوی سفارت هم وتړي. د افغانستان پر خاوره د دې ډول تېري پر وړاندې د افغانستان ټول ملت متحد دی او باید په متحدانه توګه ځواب ورکړي.»
د افغانستان د عامو وګړو په خبره، پاکستان د افغانستان هوايي حريم نقضولو په دوام په وروستي بريد سره وښوده چې له سياسي لارو د ستونزې حل ته ژمن نه دی او له همدې امله وړانديز کوي چې اسلامي امارت دې له کابله د پاکستان سفير وباسي او سفارتي اړیکې دې وځنډوي.
دکابل اوسېدونکی عبدالمقیم وايي: « که حکومت د دوی سفارت نه بندوي، خلک خو دې لاریون وکړي او پوښتنه دې ترې وکړې چې ولې داسې کوي؟ که دوی پر افغانستان بریدونه کوي، باید سفارت یې وتړل شي.»
دوی خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ډاډ ورکوي چې د پاکستان پر وړاندې ورسره کلک ولاړ دي او که حکومت لازمه ګڼي، چمتو دي چې د خپلو شهید شویو هېوادوالو د غچ اخستنې لپاره مخامخ جګړه هم وکړي.
د کابل اوسېدونکی عمران وايي: « موږ له خپلو امنیتي ځواکونو سره ولاړ یو او هر ډول قربانۍ ته چمتو یو.»
د پاکستان پوځي رژیم د شنبې شپې شاوخوا ۱۲ بجې یوځل بیا د افغانستان حریم د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف نقض کړ او په پکتیکا او ننګرهار کې یې هوايي بریدونه وکړل. د دې بريدونو په پایله کې شاوخوا ۱۸ تنه عام خلک شهیدان شوي.