د افغانستان هوايي حریم نقضولو او د عامو افغانانو وژلو لړۍ په دوام، د پاکستان پوځي رژیم وړمه شپه شاوخوا ۱۲ بجې یوځل بیا د ننګرهار او پکتیکا پر ځينو برخو ړندې بمبارۍ وکړې.
ملي دفاع وزارت د پوځي رژيم دا کړنه د ملي حاکمیت، نړیوالو قوانینو او ښه ګاونډیتوب د اصولو نقض بولي.
دفاع وزارت خبرداری ورکړی چې د پاکستاني پوځي رژیم دا ښکاره تېری بې غبرګونه نه پرېږدي او په سم اومناسب وخت کې به حساب شوی ځواب ورکړي.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند صدیقالله نصرت وايي: « ملي دفاع وزارت د افغانستان د ملي حریم دغه ښکاره نقض او جنایت په کلکو ټکو غندي او دا عمل د نړیوالو قوانینو، د ګاونډیتوب اصولو او اسلامي ارزښتونو ښکاره سرغړونه بولي. ملي دفاع وزارت د هېواد د حریم او د ولس د امنیت ساتنه خپل شرعي او ملي مسوولیت ګڼي او په مناسب وخت کې د مناسب او حساب شوي ځواب خبرداری ورکوي،ان شاءالله تعالی.»
پخوانيو ولسمشرانو، د ملي پخلاینې پخوانۍعالي شورا مشر، پخوانیو پوځیانو، سیاستوالو، د بشري حقونو فعالانو او عامو خلکو هم د پاکستاني پوځي رژیم برید غندلی او پرحکومت یې غږ کړی چې غچ اخستونکي بریدونه وکړي.
حامد کرزي د پاکستان تېری د افغانستان د حاکمیت ښکاره نقض بللی او له پاکستانه یې غوښتي چې پر خپلو پالیسیو بیاکتنه وکړي، د ښه ګاونډیتوب اصول مراعت او متمدنه لار غوره کړي.
پخواني ولسمشر زیاته کړې: « زه یو وار بیا پر پاکستان غږ کوم چې د افغانستان په اړه پرخپلو پاليسيو بیا کتنه وکړي او د ښه گاونډیتوب او متمدنه لاره اختیار کړي.»
د تېر حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا ریيس ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي: « دا ډول اقدامات د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا خلاف دي، د بې ثباتۍ او کړکېچ د لا پراختیا لامل ګرځي. بمبارد، د ملکي وګړو هدف ګرځول او تاوتریخوالی د حل لاره نه ده. د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو د حل غوره لاره خبرې اترې دي.»
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ هم پرافغانستان د پاکستان هوايي بریدونه غندلي او د ملګرو ملتونو له منشور او د نړیوالو بشري حقونو له منل شویو اصولو سره يې په ټکر کې بللي.
د بشري حقونو نړیوال بنسټ هم په پېښه کې قربانیان ټول ملکیان بللي او له لوري يې په خپاره شوي شهرت کې د یوه کلن ماشوم او د اتیا کلن شهيد شوي سپین ږیري نومونه هم لیدل کېږي.
دغه بنسټ پر ملکیانو برید په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دی بللی او په خپلواکه توګه یې په دې اړه د بېړنیو نړیوالو څېړنو غوښتنه کړې.
د بشري حقونو نړیوال بنسټ ویلي: « د یوې کورنۍ د ټولو غړو او په خوب د ویدو ماشومانو وژل په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دی. موږ په دې اړه د بېړنۍ، خپلواکې او شفافې څېړنې غوښتنه کوو. ټولې هغه خواوې باید مسوولې وګرځول شي چې د دې برید امر یې ورکړی.»
د پاکستان جېټ الوتکو په دې بریدونو کې د ننګرهار په بهسود او خوګیاڼو او د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د خلکو کورونه او دیني مدرسې په نښه کړې چې په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسان ژوبل او شهیدان شوي. خو دې ټولو ته په کتو مقابل لوری ادعا لري چې په دې بریدونو کې یې وسله وال او د هغوی پټنځایونه په نښه کړي.
دا بریدونه داسې مهال ترسره کېږي چې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د روانې فبرورۍ په ۱۸مه پر افغانستان د برید په تړاو خبرداری ورکړی و.