له ننګرهار سربېره، وړمه شپه د پاکستان پوځي رژیم له لوري د پکتیکا ولایت ارګون او برمل ولسوالیو اړوندو سیمو کې هم یوه دیني مدرسه او یو تش کور په نښه شوي دي. که څه هم په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی، خو ولسي خلکو ته یې درانه مالي زیانونه ور اړولي دي.
د ارګون ولسوالۍ د بالیشو کلي اوسېدونکي وایي، پر ملکي سیمو دا ډول بریدونه له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده. دوی له نړیوالې ټولنې غواړي چې د دې هېواد د خپلسرو پوځي اقداماتو د مخنیوي لپاره جدي ګامونه واخلي.
د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکی علي خان وايي: « د شپې دوه بجې بمبار وشو او دې کور ته یې دروند زیان اړولی. دا دویم ځل دی چې پاکستان په ارګون ولسوالۍ برید کوي.»
د ارګون اوسېدونکی عطا محمد وايي: « پاکستان تېرځل هم برید وکړ او ادعا یې وکړه چې د ټيټيپي کسان یې په نښه کړي، خو ټولې نړۍ ولیدل چې هغه د کرېکټ لوبغاړي وو. باید د دغو ظلمونو مخنیوی وشي.»
په همدې حال کې د پکتیکا یو شمېر اوسېدونکي هم پر دې ولایت د پاکستان پوځي رژيم بریدونو ته په غبرګون کې له افغان حکومت او نړیوالو بشري بنسټونو غواړي چې د دې هېواد خلاف سخت اقدامات ترسره کړي.
د دوی په خبره، پاکستاني رژیم تل په افغان خاوره کې عام خلک، ښځې او ماشومان په نښه کړي دي.
د پکتیکا اوسېدونکی اسدالله وايي: « موږ د دې برید غندنه کوو او غچ به یې خامخا اخلو.»
د پکتیکا اوسېدونکی دلاور دانش وايي: « موږ له خپل دولت هیله لرو چې د پاکستان د ظالم او جابر رژیم پر وړاندې توند غبرګون وښيي او د هېوادوالو غچ واخلي.»
بله خوا د خوست یو شمېر اوسېدونکي ډاډ ورکوي چې د خپلواکۍ او ملي وقار د دفاع په برخه کې د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ ته چمتو دي او د افغانستان خلاف تېري کوونکو ته دا پیغام ورکوي چې افغانان یو موټی ملت دی او د هېچا تېری به بې ځوابه نه پرېږدي.
د خوست اوسېدونکی فرهاد الحان وايي: « موږ پر دولت غږ کوو چې د دې بریدو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او پر پاکستان ځوابي بریدونه وکړي.»
د خوست اوسېدونکی قدیرالله وايي: « زموږ ولسونه د پاکستاني بریدونو د غچ لپاره هر ډول سرښندنو ته تیار دي. خلک له خپلې خاورې څخه د ساتنې او دفاع لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.»
وړمه شپه یو ځل بیا د پاکستان پوځي رژیم له لوري د ترسره شویو هوايي بریدونو له امله په ننګرهار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼو ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې.
همداراز د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ یوه دیني مدرسه او د همدې ولایت د ارګون ولسوالۍ د یوه ولسي وګړي تش کور هم په نښه شوي، خو د پکتیکا اړوند دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی.