ځايي اوسېدونکي وايي، په دې برید کې ټول ملکي وګړي په نښه شوي او په سیمه کې د پاکستان د ادعا خلاف، د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) هېڅ غړی نه شته.
دوی له حکومت غواړي چې د پاکستان پوځي رژیم دا بشري جنایت بې ځوابه پرې نږدي.
د بهسودو ولسوالۍ ګردي کڅ اوسېدونکی وايي: « دا د شهاب الدین کور دی چې دوه زامن لري، نزاکت او شوکت. په دې کورنۍ کې ټول ۲۲ تنه اوسېدل چې له ډلې یې ۶ تنه په ژوبل حالت کې ژوندي پاتې دي او پاتې نور شهیدان شوي دي.»
د همدې سیمې یو بل اوسېدونکی وايي: « موږ د اسلامي امارت له مسوولینو غواړو چې د دې برید کلک ځواب ورکړي.»
که څه هم د بهسودو ولسوالۍ په ګردي کڅ کې د پاکستان پوځي رژيم هوايي برید کې نښه شوي کور یو تن اوسېدونکی شوکت له خپلې میرمنې او ټپې زوی سره په بريد کې ژوندی پاتې دی، خو او د کورنۍ ۱۵ غړي يې شهيدان شوي او ۶ نور ټپیان دي. شوکت د پاکستان پوځي رژيم د بريد په اړه وايي: «زما د کورنۍ اکثریت غړي تر خاورو لاندې وو او ټولو چغې را وهلې چې له خاورو یې وباسم. ما یوازې یوه ترور او زوی وژغورلی شول، پاتې نور ټول تر خاورو لاندې شهیدان شول. زما د کورنۍ ۱۵ تنه شهیدان شول.»
په ورته مهال، چارواکي د پاکستان پوځي رژیم د خپل هېواد امنیت په ټېنګولو کې پاتې راغلی بولي او وايي، دا رژیم هڅه کوي په دې ډول بریدونو سره خپلې نیمګړتیاوې پټې کړي. دوی ډاډ ورکوي چې تازه بريد به يې په هېڅ صورت بې ځوابه پاتې نه شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین حیاتالله مهاجر فراهي وايي: « د دې لپاره چې خپله ناکامي پټه کړي او د خلکو پام بله خوا واړوي، پر افغانستان یې برید او یرغل کړی. تېرځل هم همداسې یوه واقعه او پېښه شوې وه چې بیا اسلامي امارت غاښ ماتونکی ځواب ورکړ. اسلامي امارت د دې سیمې خلکو او ټول ولس ته ډاډ ورکوي چې دا ډول بریدونه به هېڅکله بې غبرګونه پاتې نه شي.»
پاکستان د همدې برید ترڅنګ د ننګرهار غنيخېلو، خوګياڼو او د پکتیکا د برمل ولسوالۍ مرغې سېمه کې هم هوايې بریدونه کړي او هلته یې هم ملکي اهداف په نښه کړي دي.