Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ

بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/23

بهرنیو چارو وزارت پر ننګرهار او پکتیکا ولایتونو د پاکستان پوځي رژیم د هوايي بریدونو په تړاو په کابل کې د پاکستان سفیر احضار او خبرداری یې ورکړی چې د دا ډول بریدونو د بدو عواقبو مسوولیت به د مقابل لوري پر غاړه وي.

د بهرنیو چارو وزارت مرسیتال ویاند ضیاء احمد تکل وايي، په کابل کې د پاکستان سفیر ته د وړمې شپې د بریدونو په تړاو د افغانستان احتجاج لیک وسپارل شو.

تکل زیاتوي، د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د پوځي رژیم له خوا تېره شپه د افغانستان د هوايي حریم نقض او پر ولسي خلکو بمباري په کلکو ټکو غندي او دا یو پاروونکی اقدام بولي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وايي: « د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني پوځ له خوا د افغانستان هوايي حریم نقض او پر ولسي وگړو بمباري په کلکو ټکو غندي او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا صريح نقض او پاروونکی عمل یې گڼي. همداراز پاکستاني لوري ته په ډاگه شوه چې د افغانستان د حریم ساتنه د افغانستان اسلامي امارت شرعي مسوولیت دی او د دغه ډول بریدونو د بدو عواقبو مسوولیت د مقابل لوري پر غاړه دی.»

همدارنګه، ملي دفاع وزارت بیا دې بریدونو ته په خپل غبرګون کې وايي، د ملي دفاع وزارت دا بریدونه په کلکو ټکو غندي او د ټولو نړیوالو او ګاونډیتوب اصولو خلاف عمل یې بولي.

دفاع وزارت په مناسب وخت کې د حساب شوي ځواب خبرداری ورکوي.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند صدیق الله نصرت وايي: « د تېرو تجاوزونو په دوام، یو ځل بیا پاکستاني پوځي رژیم د افغانستان ننگرهار او پکتیکا ولایتونو په څو ملکي سیمو، یوې دیني مدرسې او ګڼو ملکي کورونو، هوايي بریدونه ترسره کړل چې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه بې‌گناه ملکي وگړي په کې شهیدان او ټپیان شول. د ملي دفاع وزارت د افغانستان د ملي حریم دغه ښکاره نقض او جنایت په کلکو ټکو غندي او دا عمل د نړیوالو قوانینو، د ګاونډیتوب اصولو او اسلامي ارزښتونو ښکاره سرغړونه بولي. ملي دفاع وزارت د هېواد د حریم او د ولس د امنیت ساتنه خپل شرعي او ملي مسوولیت ګڼي او په مناسب وخت کې د مناسب او حساب شوي ځواب خبرداری ورکوي، ان شاءالله تعالی. پر ملکي اهدافو او دیني مراکزو بریدونه د پاکستاني پوځ د استخباراتي او امنیتي ناکامۍ څرګند ثبوت دی او دغه ډول تکراري تېري به هېڅکله د دوی داخلي ناکامۍ پټې نه کړي.»

د پاکستان پوځي رژیم د وړمې شپې د بمباریو په اړه د اسلامي امارت له خوا دا څه داسې مهال کېږي چې له دې مخکې هم د پاکستان پوځي رژیم څو ځلې د افغانستان هوايي حریم نقص کړی او ولسي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې. د ملي دفاع وزارت ځواکونو بیا په ځوابي اقدام کې لسګونه پاکستاني پوځیان وژلي او ځینې یې ترې ژوندي هم نیولي وو.

همدا تېره اوونۍ د سعودي عربستان یوه پلاوي کابل ته سفر وکړ او اسلامي امارت د دوی په غوښتنه او د روژې مبارکې میاشتې د پیل په درناوي درې پاکستاني پوځیان چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د جګړې پرمهال اسیران شوي وو، خوشي کړل.

د یادونې وړده چې د عامو خلکو ترڅنګ یو شمیر سیاستوالو، د هېواد پخوانیو ولسمشرانو او د بشر د حقوقو نړیوالو ادارو هم پر افغان خاوره د پاکستاني پوځي رژیم بریدونو ته غبرګونونه ښودلي او هغه یې غندلي دي. 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم تازه بريدونو عام افغانان قهرولي
افغانستان

پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم تازه بريدونو عام افغانان قهرولي

فبروري 23, 2026
ملي دفاع وزارت: د پاکستان برید ته په مناسب وخت کې حساب شوی ځواب ورکوو
افغانستان

ملي دفاع وزارت: د پاکستان برید ته په مناسب وخت کې حساب شوی ځواب ورکوو

فبروري 23, 2026
د ننګرهاراوسېدونکي له حکومت غوښتنه کوي چې له پاکستان د کړي بريد غچ واخلي
افغانستان

د ننګرهاراوسېدونکي له حکومت غوښتنه کوي چې له پاکستان د کړي بريد غچ واخلي

فبروري 23, 2026
د پکتیکا او خوست ولسونه د پاکستان پوځي رژیم بریدونو خلاف د اقدام غوښتنه کوي
افغانستان

د پکتیکا او خوست ولسونه د پاکستان پوځي رژیم بریدونو خلاف د اقدام غوښتنه کوي

فبروري 23, 2026
پر ننګرهار د پاکستان پوځي رژیم هوايي برید کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

پر ننګرهار د پاکستان پوځي رژیم هوايي برید کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

فبروري 23, 2026
هلمند کروندګر: د کوکنارو بدیل کښت مو اړتیاوې نه پوره کوي
افغانستان

هلمند کروندګر: د کوکنارو بدیل کښت مو اړتیاوې نه پوره کوي

فبروري 19, 2026

وروستي خبرونه

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026
پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم تازه بريدونو عام افغانان قهرولي

پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم تازه بريدونو عام افغانان قهرولي

فبروري 23, 2026
ملي دفاع وزارت: د پاکستان برید ته په مناسب وخت کې حساب شوی ځواب ورکوو

ملي دفاع وزارت: د پاکستان برید ته په مناسب وخت کې حساب شوی ځواب ورکوو

فبروري 23, 2026
بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ

بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ

فبروري 23, 2026
د ننګرهاراوسېدونکي له حکومت غوښتنه کوي چې له پاکستان د کړي بريد غچ واخلي

د ننګرهاراوسېدونکي له حکومت غوښتنه کوي چې له پاکستان د کړي بريد غچ واخلي

فبروري 23, 2026
د پکتیکا او خوست ولسونه د پاکستان پوځي رژیم بریدونو خلاف د اقدام غوښتنه کوي

د پکتیکا او خوست ولسونه د پاکستان پوځي رژیم بریدونو خلاف د اقدام غوښتنه کوي

فبروري 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist